د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو پر امیر حیدر خان هوتي د برید پړه ومنله


تحريک طالبان پاکستان وايي، د خیبر پښتونخوا پر اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي د جمعې د ورځې ځانمرګی بريد دوی پلان کړی وو.

د دې ډلې د ملاکنډ څانګې وياند سراج الدين د ټيليفون له لارې د مشال راډيو خبريال ته ويلي چې دوی به په راتلونکې کې هم پر عوامي نیشل ګوند ورته بريدونه وکړي.

د جمعې پر ورځ اعلا وزیر هوتي په مردان کې له ځانمرګي بريده روغ ووت. په دې حمله کې دوه کسان زخميان شول.

طالبان پر عوامي نیشنل ګوند د بريدونو خبره په داسې حال کې کوي چې د زیارت پر ورځ د دې ګوند په بلنه د وربلل شوي ټول ګونديز کانفرنس په مشترکه اعلامیه کې راغلل چې د ترهګرۍ د ختمولو له پاره بايد د مذاکراتو لاره غوره شي.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا له سينير وزير بشير احمد بلور علاوه د عوامي نیشنل ګوند ځينې نور مشران او په سلګونه غړي هم د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG