د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا و فاټا: واورو او بارانونه زیانونه اړولي




غلام غوث مشال ريډيو

پيښور: په خيبر پښتونخوا کې د بارانونو او واورو له امله نورو ۱۸ کسان په بيلا بيلو سيمو کې وژل شوي شوي دي او د خیبرپولیټیکل چارواکو مشال ریډیو ته ویلي دي د قبایلي سیمو په لروبر کې د ګڼو کورونو چتونه هم راپرېوتي چې په کې خوا وشا شپږ کسان وژل شوي دي. او دا رنګ د مړو شميره پنځه ديرش ته رسيدلي ده اود موسمياتو محکمه وائي په دريو ورځو کې دا يو ريکارډي باران او واوره وريدلي ده –

په دي لړ کې د افتونو د نظم د صوبائي اداري پي ډي ايم اي وياد عدنان خان مشال ريډيو ته وويل چې لا هم د زيانونو راپورونه راروان دي او حکومت په دې لړ کې د ژغورني عمليات پيل کړي دي((تر دې دمه چې کوم راپورونه راغلي دي نو په هر يوه ضلع کې کافي نقصان شوی دی. ځاي په ځاي کچه کورونه راغورځېدلي دي، خلک یې وژلي دي، او په سمدستي توګه چې کومي کومي ضلعو ته مالي پانګې په کار وي يا امدادي توکي ورته په کار وو نو هغه ورته لېږدول پيل شويدي))-


په صوابۍ ګنداو کې د افغان کډوالو په کېمپ کې هم د شاو خوا دوه سوه افغان کډوالو کچه کورونه له بارانونو اغيزمن شويدي. د صوابۍ يو پوليس چارواکې مشتاق مشال ريډيو ته وويل:(( د کومو کډوالو کورونه چې اغيزمن شوي دي. هغوی د خپلو خپلوانو سره ځای کړل شويدي او محکمه مال واله راغلي وو او د اغيزمن شويو کسانو سره يې مرستي کړې دي،او دا چې کوم کورونه دي دا د خټو لوټو نه جوړ دي نو د چا د يوال راپريوتی دی. د چا څپر راپريوتی دی.))


د دې واوري او بارانونو په باب په خيبر پښتونخوا کې د موسمياتو د محکمي مشر مشتاق شاه مشال ريډيو ته وويل چې د فروري په مياشت کې يواځې په دريو ورځو کې دا يو ريکارډ واوره او باران اوريدلی دی(( په مالمجبه کې لس فټه واوره وشوه چې په دريو ورځو کې ورته موږ ريکارډ واوره ویلای شو،په کالام کې پنځه فټه واوره هم په دريو ورځو کې تر ټولو زياته ده، بيا دير چترال او هزاره ډويژن په کاغان ناران کې هم سمه ډيره واوره وشوه،په نوښار ريسالپور او چراټ کې د يو نيم سل ملي ميټره نه زيات باران شوی دی. چې دې ته هم موږ ريکارډ باران ويلی شو، په درې ورځو کې په مالم جبه کې ١٨٨ ملي مټر باران شوی دی چې چرې هم هلته دومره باران نه دی شوی))

د سوات، دير ،شانګلي ،ايبټ آباد، کوهستان او چترال په لرې پرتو سيمو کې د زياتي واورې له وجې سړکونه بند شوي دي او د بجلۍ ستنې او تارونه هم راپرېوتي دي او ددغه لري پرتو سيمو ولس د خوراکي توکیو له کمي ، د بجلۍ نشتوالي، سختې يخنې او تګ راتګ کې له ستونزو سره مخامخ دي-
XS
SM
MD
LG