د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري د هیلري کلنټن ځای نیسي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او سېنېټر جان کېري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او سېنېټر جان کېري
د امریکا سېنټ منظوري ورکړېده چې سنېټر جان کېري دې د امریکا د بهرنیو چارو راتلونکی وزیر شي.

د نهې په ورځ ۹۴ کسانو د جان کېري په حق کې او دریو کسانو یې پر ضد رایه ورکړه.

جان کېري به له سوګند پورته کولو وروسته د هیلري کلنټن ځای ونیسي، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره ده.

په سېنټ کې د جان کېري د ټاکل کېدو په اړه دا رایې له هغه وروسته واچول شوې چې د دغه هیواد د بهرنیو اړیکو کمېټۍ د نوموړي د نوم منظوري ورکړه.

جان کېري له تېرو څلورو کلونو راهیسې د دغې کمېټۍ مشر هم پاته شوی دی.

۶۹ کلن جان کېري په ویتنام کې د پوځي خدمتونو له عمله ویاړل شوی او د ۲۰۰۴م کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ډیموکراټانو اومېدوار وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG