د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران سرکار ګڼ خبریالان نیولي


د نیول شویو ایرانیو خبریالانو تصویرونه
د نیول شویو ایرانیو خبریالانو تصویرونه



په ایران کې د جون د میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وړاندې په روانه میاشت کې یو شمیر خبریالان د امنیتې ادارو لخوا نیول شوې دي، د دغه هیواد امنیتې ادارو د هغوي په کورونو او دفترونو چاپې وهلې، او د دوی اسناد او سامانونه یي هم له ځانه سره وړې دي .

د مشال ریډیو د خبر مرکزي څانګه لیکې ، په ایران کې د راروان جون میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وړاندې یو شمیر جرنالسټان نیول شوي دي، او دغه لړۍ لا روانه ده. د تیر اتوار له ورځې د شپږو خبرې ادارو د یو درزن زیات خبریالان د دغه هیواد په مختلفو برخو کې نیول شوې دي.

لیکواله ګلناز اصفحانی وایي د راروانو انتخاباتو وړاندې د میډیا اواز بندول داسې ښکاره کوي، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر وخت خلک له حالاتو نا خبره وساتل شي، او د ایران رجیم غواړي د خلکو د خوښې نه بلکې د خپلې خوښې کار تر سره کړي.

ایراني چارواکی وایي دوی غواړي پاک او شفافه انتخابات تر سره کړي، او چې په دغه دوران هیڅ بدنظمې مخې ته رانشی. په ۲۰۰۹م کال کې کله چې ولسمشر احمدي نژاد په دویم ځل منتخب شو، نو د تهران پشمول په یو شمیر ښارونو کې شخړې مخې ته راغلې، او څیړونکې وایي اوس د خبریالانو نیول کیدل دا ښکاره کوي، حکومت غواړي هر څه د دوی د منصوبې مطابق تر سره شي.

په تهران کې د مخالفې ډلې یوه فعاله محمد نوري زاد ریډیو فردا ته وایي، د خبریالانو نیول کیدل هغه ادارو او د دوی کارکونکیو ته دړکې ورکول دي، چې په ایران کې د بدلون لپاره هڅې کوي.

نورېزاد وایي(( موږ د انتخاباتو اړخ ته روان یو، او ځکه چارواکې د بدلون غوښتونکېو مطبوعاتو خلاف د اقداماتو کولو ضرورت لري، او داسې یوازې د ویرې او خبردارې ورکولو کولو لپاره کیږي))

د ایران اسټیبلشمنټ همیشه په دغه هیواد کې خبریالان په نښه کړي او د هغه خلکو د اواز د بندولو کوښښ یې کړی ، چې غواړې په دغه هیواد کې د بدلون لپاره کار وکړي.

د تیر اتوار په ورځ یو شمیر خبریالان د هیواد په مختلفو برخو کې ونیول شول، او امنیتې ادارې وایي دوی له هغه خبریالانو نه د دوی د پیژندګلو اسناد او موبایل ټیلې فونونه هم اخیستي دي، د دوی د دفترو پلټنې یې کړي، او هغه ټول ډاکیومینټریز ، کیمرې او نور سامانونه یي هم نیولې دي. او داسې رپوټونه هم دي، چې د ځینو خبریالانو د کورونو تلاشۍ هم شوې دي.

د فرانس د میډیا د څارنې یوه اداره وایي په ایران کې د یو شمیر نورو خبریالانو د نیولو وارنټ هم جارې کړل شوی دی، او په راوانه میاشت کې له یو شمیر خبریالانو نه د هغوی د راروانو انتخاباتو د کار په اړه پوښتنې روانې دي.

اخوا د ایران د کلتور وزیر محمد حسیني نن ویلې، د خبریالانو نیول کیدل د هغوی د کار له وجې نه دي، بلکې د دې نورې امنیتې وجوهات دي.

د خبریالانو د ژغورنې یوه اداره کمیټي ټو پروټیکټ جرنالسټس وایي، ایران په جهان کې د خبریالانو لپاره په دویم نمبر هغه هیواد دی، چرته چې ترټولو زیات خبریالان په جیلونو کې اچول کیږي. په تیر کال کې ۴۵ خبریالان د امنیتي ادارو لخوا نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG