د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د جنورۍ ۲۷مه)


ژباړه: شاهین بونیری

دي سان فرانسیسکو کرونیکل په رپورټ کې راغلي، د تیرو څو اوونیو د پيښو نه څر ګندیږي چې پاکستان په مکمله توګه یو داسې ناکامه ریاست دی چې ایټمي وسله هم لري.


رپورټ کې لیکل شوي، داسې په بل کوم هیواد کې کیدې شي چرته چې یو ملا په کینیډا کې د شپږو کالو تیرولو نه وروستو په زرګونه خلک راټول کړي ، په یو داسې کنټینر کې کیني چې د ټوپک ګولۍ پرې اثر نه کوي او اووايي چې حکومت دې ختم شي.

هم په دغه مهال د ولسمشر زرداري او د سپریم کورټ ترمنځ د اړیکو تریخوالې وجود لري . دوه کاله وړاندې سپریم کورټ وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ته حکم اوکړو چې د ولسمشر پرضد د درغلۍ د تورونو د پلټنو لپاره سویس چارواکو ته اولیکي . ګیلاني د حکم منلو نه انکار اوکړو او هغه د چوکۍ نه لرې کړې شو. د هغه ځايي راجه پرویز اشرف اونیولو او اوس د هغه نه هم دغه غوښتنه کیږي.

خبریال پوښتنه را اوچتوي، ولۍ نړۍ له د پاکستان نه توجه اړول نه دي پکار؟ ځکه چې پاکستان په نړۍ کې یواځینې ناکام ریاست نه دی، سوډان، صومالیه ، هیټي او زیمبابوې هم دي. ولې ایا دې هیوادونو ته د پاکستان په رنګ په تیرو لسو کالو کې د واشنګټن له خوا د ۱۲ بلینو ډالرو مرستې ورکړل شوي دي؟

یا ایا دغه هیوادونه د پاکستان په شان ایټمي وسله لري؟

او یو وېروونکی تصور دادی چې که چېرې طالبان د حکومت په رانسکورولو کې بریالي شي نو ایټمي وسله ترلاسه کولې شي.

بل خوا ایسوسي ایټډ خبري اژانس په خپل یو رپورټ کې لیکلي، په تېر اوړي کې چین د افغانستان سره ستراتیجیکي تړون لاس لیک کړو. په ستمبر کې د چین لوړپوړي چارواکي په ۴۶ کاله کې په وړومبي ځل د افغانستان دوره اوکړه او اعلان يي اوکړو چې ۳۰۰ افغان پولس چارواکو ته به تربیه ورکوي . چین د ناټو د وتلو نه وروستو د افغانستان سره د امن په معاهده د خبرو اترو اشارې هم ورکړي دي.

په تیرو لسو کالو کې د افغانستان د ګاونډیانو سره د چین کاروبار هم پرمختیا کړې ده.

خبري اژانس وړاندې لیکي، چین د افغانستان په هغه قدرتي وسیلو نظر ساتلې دی چې ۱ تریلین ډالره قیمت لري. د چین کمپنیو د افغانستان دننه د تانبې ، اوسپنې او تیلو د راویستلو لپاره رعایتي حقونه ترلاسه کړې دی. دغه شان چین په افغانستان کې د لیتهیم په زیرمو نظر ساتلې دی. دا دهات د بیټریانو جوړولو نه راواخله ترنیوکلیايي پرزو جوړولو لپاره کارولې شي.

د افغانستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند جانان موسازي ویلي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او افغان ډیپلومیټانو د تربیت په برخه کې هم مرستې کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG