د لاسرسي ځای

تازه خبر

وینېزوېلا کې د زندان په شخړو کې له ۵۰ زیات وژل شوي


له وینزوویلا څخه راپورونه وایي، د یوه زندان په شخړو کې شاوخوا پنځوس کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شویدي.

د وینزوویلا د زندانونو د چارو وزیرې ایریس ویریلا په یوه بیان کې ویلي، د جمعې په ورځ د بارقیسیمیتو ښار په زندان کې هغه مهال شخړې پيل شوې چې پوځ هڅه وکړه له بندیانو څخه وسلې ټولې کړي.
ویریلا د وژل شویو بندیانو د شمېر په اړه څه ونه ویل ، خو خبري رسنیو د مړیو شمېر له پنځوسو زیات ښودلی دی.
د بارقیسیمیتو د روغتون رئیس روي مدینا د مړیو د شمېر په اړه خبریالانو ته وویل:
“مونږ ته له اوریبانا زندان څخه پنځه ویشت مړې راوړل شوي او ما د مړیو ساتنې څانګې ته خبر ورکړی چې پنځه ویشت نور مړي د جینایي تحقیقاتو په څانګې کي ایښودل شویدي”.

چارواکې وایي، د پېښې په اړه څېړنه روانه ده او جزئیات به یي وروسته اعلان شي.

د وینزوویلا په زندانونو کې د بندیانو شمېر له حده زیات دی او د وسله والو ډلو له خوا په کې شخړې هم رامنځ ته کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG