د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۷۰۰ کسان بې له توره بندیان



پاکستان تر لانجمن امنیتي قانون لاندې، بې له رسمي تورونو، ۷۰۰ مشکوک کسان بندي ساتلي دي. د دې ملک لوی څارنوال عرفان قادر تېره ورځ سپریم کورټ ته وویل، دا مشکوک وسله وال په قبایلي سیمو کې نیول شوي دي چې پاکستانی پوځ په کې له کالونو راهیسې د یاغیانو پر ضد جنګېږي.

عرفان قادر ویلي ، دا مشکوک کسان به تر هغه وخته په پوځي بند کې وي چې د پوځ عملیات پای ته نه وي رسېدلي. دا لومړی ځل دی چې پاکستاني چارواکي په دې اړه تفصیلات ورکوي چې دوی څومره وسله وال په قبایلي سیمو کې د ملکي واک زیاتونې په نوم، تر قانون لاندې بندیان کړي دي.

دا قانون په ۲۰۱۱ز کال کې منظور شوی وو خو په پاکستان او نړۍ کې یې د بشري حقوقو ډلې مخالفې دي. د بښنې نړیوالې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل د ډېسېمبر په میاشت کې په یو رپورټ کې له دې کبله د دې قانون غندنه کړې وه چې دا له بشري حقونو د سرغړونې داسې له مسوولیته یا ذمه وارۍ خلاص چوکاټ ته لار جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG