د لاسرسي ځای

تازه خبر

له شامه روسیان په وتو دي




بي بي سي خبري اداره لیکې، له شامه یو شمیر روسیان نن سهار ماسکو ته په دوو الوتکو کې رسیدلې دي، او روس وایي دوی داسې فکر لري، په شام کې مخالفې ډلې د دوی وګړو ته نقصان رسولی شي. .

بي بي سي خبرې اداره لیکې، په شام کې د خرابو حالاتو له وجې دغلته میشت زیاتره روسیان ماسکو ته رسیدلې دي، چې په کې ښځې او ماشومان شامل دي.

دوی وایي د شام نه بیروت ته په بسونو کې تللې، او بیا له هغه ځایې په دوو الوتکو کې نن سهار ماسکو ته رسیدلې دي ، ځکه چې د دمشق نه د نړیوالو جازونو پروازونه هم تړل شوې دي.

روس په روانه جګړه کې د بشر ال اسد یو ملاتړی هیواد دی، او په هره موقعه یي په روانه شخړه کې د شام د حکومت د دریځ تایید کړی، خو ورسره دا هم وایي ګرانه ده، د شام په روانه نښته کې بشر ال اسد بریالی شي. د روس حکومت ویلي دي، دوی به په شام کې د خپلو وګړو د راوتلو لپاره یو پلان جوړوي. بي بي سي وایي په دغه هیواد کې په زرګونو روسي وګړي ژوند او کار روزګار کوي.

د شام په روانه نښته کې دغلته میشت د روسیانو د مرګ ژوبلې خبرونه هم راغلې دي، چې په کې داسې ښځې او ماشومان شامل دي، چې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ د نښتو ښکار شوې دي.

د روس یو سفارتکار اې ایف پي خبرې اژانس ته ویلي، داسې هیڅ خبره نشته چې ګنې د دوی وګړو ته د شام نه وتلو په اړه ویل شوي دي، بلکې دوی غواړې په دغه هیواد کې روسیانو ته څه زیان ونه رسیږي ، او زیاتوی دوی صرف د هغه روسیانو مدد کوي، چې په شام کې د دوی سفارتخانې ته راځي او ماسکو ته د تللو په اړه مرسته غواړي.

دغه سفارتکار د نوم نه ښودلو په شرط وايي له شامه د دوی د وګړو د وتلو عمل به روان وي. د ماسکو د یوې څیړنیزې ادارې یو غړی وایي، که چیري په شام کې د یاغیانو واک پرځای شو، نو روسیان به هم د دوی یو هدف وي، او زیاتوي، د شام مخالفې ډلې د روس په اړه منفي رايي لري، ځکه چې دوی په روانه جګړه کې د شام د حکومت مرسته کړې ده، او د بشر ال اسد پرځای د یو بل کس راتللو سره دوی داسې فکر نه کوي، چې په دغه هیواد کې به د روسیانو سره مثبته رویه وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG