د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده: د اې اېن پي له غونډې وروسته چاودنه وشوه



د پښتونخوا د چارسدي انټر چينج سره يوه ريموټ کنټرول بمي چاودنه شوې ده چې د پوليس په خبره څه ځاني يا مالي زيان یې نه دی رامينځ ته کړی.

د چارسدي يو پوليس چارواکي مشال ريډيو ته وويل دا بمي چاودنه هغه مهال وشوه، کله چي له دغه ځای نه د نيم کلومټر په واټن د عوامي نېشنل ګوند لخوا د باچا خان او ولي خان د تلين په باب شوې جلسه په خوريدو وه.

په پښتونخوا او نور پاکستان کې په بیا بیا د عوامي نېشنل ګوند پر غونډ او کارکنانو بریدونه کېږي چې د ځینو هغو پړه یې وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG