نیازموساخېل،کوټه
د بلوچستان په کوټه کې د پولیس چارواکي وایي،د پولیس ۳ لوړ رتبه افسران د پېسو لپاره تېښتونې په پېښو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي .د کوټې پولیسو مشر رسنیو ته دا هم وویل چې د دوی د پلټنو له مخې پر نیول شویو افسرانو تورونه ثابت شوي دي،خو اوس د تورونو باقاعده ثابتولو او نورې کارروايي لپاره به دوی عدالت ته مخامخېږي.
د کوټې پولیسو مشر،سي-سي-پي-او میر زبېر د یکشنبې په ماښام په خبري کنفرانس کې وویل چې د امنیتي ځواک اېف-سي له اړخه د پولیسو استخباراتي څانګې پر تاڼې له چاپه وهلو وروسته،ځینې پولیس افسران د پېسو لپاره د تېښتونې په تور نیولي دي
٫٫د پولیسو لړرتبه مشر اېس-پي طارق منظور،ډي-اېس-پي قُطب او ډي-اېس-پي بلال د پېسو لپاره د تېښتونو په پېښو کې لاس لري او موږ په خپلو لومړیو پلټنو کې دا خبره ثابته کړې ده،خو باقاعده ثابت کول د عدالت کار دی،نو په دغه تورونو موږ نوموړي پولیس افسران نیولي دي٬٬
د پولیسو مشر،میر زبېر زیاته کړه،دوی دا وخت په پلټنو بوخت دي او نور جزیات به له نورو پلټنو او څارنې وروسته ورکوي
٫٫د دوی پر خلاف به پلټنې هم کېږي او د دغو پلټنو په نتیجه کې چې کوم حقایق مخته راځي،د هغو په رڼا کې به چالان تیاروو او دوی به عدالت ته حاضروو٬٬
د پولیسو مشر زیاتوي، چې د پېسو لپاره د تېښتونې په یوه پېښه کې اخیستل شوې پېسې هم له دوو نیول شویو افسرانو ترلاسه شوې دي او په دغه لړ کې د دوی پر ضد باقاعده کېس (اېف-آی-آر) به د کوټې بجلۍ سړک په تاڼې کې درج کړل شي.