د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنګټن د صومالییا حکومت په رسميت وپېژندی



واشنګټن دوه لسیزې پس په اول ځل د صومالییا د حکومت په رسميت وپېژندی.

د زیارت په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د دغه رسمي پيژندنې اعلان د صومالیه د نوي ولسمشر حسن شیخ محمود سره په واشنګټن کې تر خبرو وروسته وکړی.

تر دې وړاندی واشګټن د صومالیه په باب وویل، چې د 1991م کال راهیسې موثر مرکزي حکومت نه لري. خو بیا تېر کال د صومالیی نوي انتظامیې واک تر لاسه کړ چې د اتو کالو راهیسې په اداري فساد کې ککړ د عبوري حکومت واک ورسره ختم شو. په 1993 کال کې د صومالیی وسله والو دوه امریکایی هیلی کاپټرې راغوځولې وې. چې پکې 18 امریکایان وژل شوي وو او تر اتیا زیات زخمیان شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG