د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر لا نه دی پیل شوی




په کابل کې د امریکا سفیر منلې، چې په افغانستان کې د سولې بهیر لا په رسمي توګه نه دی پیل شوی.
جیمز کننګهم د زیارت په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې واشنګټن له طالبانو سره د سولې په اړه سنجیده خبرې اترې غواړي خو دا یی ومنله چې تر دې دمه لا ممکنه نه ده چی دغه بهیر یا پروسه دې شورو شي.

امریکا له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره تېر کال هڅې وکړې خو وسله واله ډله له خبرو اترو پر شا شوه چې ویل یي، واشنګټن په ګوانتامو جېل کې د پنځو بندي طالبانو په خوشې کولو کې پاته راغلې.

د کننګهم لخوا دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په دا ورستیو کې کابل په دغه هیواد کې میشت په سلګونه طالب وسله وال خوشې کړل او هم په پاکستان کې بندي طالب مشران راخوشي شول.

کابل هیله من دی چې په دغه ګام سره به د سولې ازمیښتي خبری اترې شورو شي. نوموړي د کابل د سټریټيجي په باب وويل، چې په پاکستان کې خوشې کړل شوي ډېری طالبان بنديان اوس لا درکه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG