د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طاهرالقادري احتجاج پای ته ورسېد



په پاکستان کې مذهبي عالم محمد طاهر القادري چې په اسلام آباد کې د حکومت خلاف د مظاهرې ترتیبونکی و، د خپلو ملاتړو د څلور ورځنې احتجاج د ختمولو په اړه يې د پاکستاني حکومت سره موافقه وشوه.
قادري د زیارت په ورځ د حکومت له لس کسيزه پلاوي سره تر خبرو اترو څو ساعته وروسته د اسلام آباد د لانګ مارچ د ختمولو اعلامیه لاسلیک کړه.

قادري چې د زرګونو کسانو سره یی يو ځای د پاکستان د پارلیماني ودانۍ مخې ته احتجاج کاوی، پر حکومت يې د واک پریښودلو غږ وکړی چې د ده په وينا په درغلي کې ککړ او نا اهله دی.

نوموړي د درغلي په ضد د ګامونو پورته کولو او د انتخاباتي اصلاحاتو غوښتنه کړې. د هغه په مهمو غوښتنو کې د پارلیمان تحليلول او د یو نګران حکومت جوړول شامل دي.

دغه اعلامیه وایی قامي اسمبلي به تر 16م مارچ مخکې تحلیل شي چې دا ډول په 90 ورځو کې دننه انتخابات وشي.

XS
SM
MD
LG