د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر باړه کې نښتې، نهه تنه ووژل شول



په خیبر کې چارواکي وایي، چې نن سهار وختي د باړې په شلوبر سیمه کې د امنیتی سرتیرو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې د ایف سي ځواک څلور سرتیري او دوه خاصه دار وژل شوي دي.

د دوی په وینا تیره شپه هم د باړې په اکا خیلو سیمه کې د امنیتی سرتیرو او وسلوالو ترمینځ په نښتو کې دوه وسلوال وژل شوي دي او د اکا خیلو امن لښکر د دریو کسانو په ګډون یو شمیر امنیتي سرتیري ژوبل شوي دي.

دوی وایي په اکا خیلو کې د دغو نښتو په مهال پر عامو کورونو د توپ ګولو د راپریوتو په نتیجه کې یوه ښځه وژل شوي او نور درې کسان ژوبل دي.

بلخوا وسلوالو ادعا کړې چې د باړې په دې سیمو کې یي په یادو پیښو کې شپږ سرتیری وژلي دي او ځینې سرتیري یي تښتولی هم دي،او وسلې یي هم ترې په خپله ولکه کې اخیستې دي او دغه بریدونه یي د ځایي خلکو په شکایت ترسره کړي.

دي یاده دې وی چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځي عملیات روان دي او وخت نا وخت په کې د امنیتی سرتیرو او وسلوالو ترمینځ نښتې کیږی چې ولسي وګړو ته هم په کې زیانونه اوړي،

دمشال راډیو خبریال فرهار شینواري خیبر

XS
SM
MD
LG