د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق پر مالیې وزیر بمي چاودنه




عراقي پولیسو ویلي چې پرون د اتوار په ورځ د عراق د مالیې د وزیر رفېع العیساوي د موټرو کاروان ته نزدې بمي چاودنه شوې ده.

د واکمنو شيعه مسلمانانو پرخلاف په تیرو اوونیو کې د عراق د اقلیت سنيانو په مظاهرو کې د عراق د ماليې وزیر رافع العیساوي مرکزي څیره وه.

پولیس وايي العیساوي ته په دغه چاودنه کې کوم زیان نه دی رسیدلی،

العیساوي د عراق په حکومت کې یو له لوړ پوړو سني چارواکو نه دی ، نوموړى د انبار صوبي فلوجه ښار ته چې سنیان پکې په اکثریت دي، له قومي مشرانو سره د لیدنې لپاره تللی و .

د دسمبر پر شلمه په یوه مظاهره کې د نوموړي د نهو ساتونکو د نیولو وروستو په انبار صوبه کې مظاهرې بیل شوې. ویل کیږي چې پر العیساوي وروستى برید د اعتراضونو د راپورته کیدو سبب کیدای شي.

دا بمي برید د عراق د سني مسلمانانو له هغو مظاهرو څو اونۍ وروسته کیږي چې دوی پکې حکومت له سنيانو سره په کينه تورن کړی و .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG