د پلوجستان د کوټې پر علمدار سړک د خپلو مړو تر څنګ ناستو په زرګونو احتجاجي شيعه هزارګانو د خپلو غوښتنو د پوره کيدو وروسته احتجاج ختم کړی او د خپلو مړو خاورو ته دسپارلو اعلان يې کړی دی.
دغه اعلان د هزاره ګانو يو مشر قيوم چنګيزي نن سهار وکړو .
تيره اونۍ په ياده شوې سيمه کی غبرګو بمي چاؤدنو په لسګونه شییعه ګان ووژل، له هغې وروسته شییعه هزارهه ګانو په احتجاج کې د خپلو مړو له ښخولو انکار وکړ، او سره د ماشومانو او ښځو پرلت یا درنا یې غځولې وه، د دوی غوښتنه وه چي حکومت دې ورته تخفظ ورکړي او د صوبې واک دې پوځ ته حواله کړي.
بيګا ناوخته د پاکستان وزير اعظم راجه پرويز اشرف له دوی سره د غمرازي لپاره کوتی ته تللی وو او هلته يې په صوبه کې د ګورنر راج نفاذولو اعلان وکړ.