ولسمشر حامد کرزي له امریکایي چارواکو سره لیده کاته او خبرې نن پیل کړې.
تمه کیږي، چې ولسمشر کرزی نن له امریکایې سناټورانو سره وګوري او دغه راز د دې هېواد د استخباراتي ادارې له مرکز څخه هم لیدنه وکړي.
ولسمشر کرزي تیره ورځ واشنګټن ته له رسیدو سره سم د اسد الله خالد پوښتنه وکړه.
ټاکل شوې، ولسمشر حامد کرزی د جمعې په ورځ له خپل امریکایي سیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون په اړه خبرې وکړې