د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام ولسشمر بشاراسد به نن ولس ته وینا کوي


د شام د سرکاری رسنیو ترمخه بشر ال اسد به نن د شام او سیمې په روانو حالاتو خبرې وکړي.

رسنیو په دې اړه نورتفصيل نه دي ورکړي خو له لبنان څخه خپریدونکې شام پلوه الاخبار ورځپاڼه وایي چې اسد دې ته تیار دی چې په هیواد کې د جګړو د پای ته رسیدو لپاره یوه حل ل وړاندې کړي چې د ملګروملتونو ترڅارنې لاندې د اوربند وړاندیز به پکې شامل وي.

اسد په داسې حال کې قام ته وینا کوي چې د جګړو لمن د دمشق څنډو ته رسیدلې ده.

ملګروملتونو ویلي چې د بشاراسد د رژیم پرضد پاڅون کې چې د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهیسی پیل شوی، تراوسه تر شپیتو زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG