د لاسرسي ځای

تازه خبر

بهاول خان د ملا نذیر طالبانو نوی مشر شو


د ملا نذیر تر وژنې وروسته، طالبانو د بهاول خان په نوم یو طالب قوماندان په قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې خپل مشر ټاکلی دی.

د چارشنبې په شپه د بې پیلوټه امریکايي الوتکو په یوه حمله کې ملا نذیر سره له اتو ملګرو ووژل شو.

د ملا نذیر د طالبانو نوي مشر په اړه ویل کېږي، ۳۵ کالن بهاول خان د وزیرو له قبیلې دی او د جنوبي وزیرستان سپین سیمې پورې تړاو لري.

بهاول خان د صلاح الدین ایوبي په نوم یادېږي او په افغانستان کې جنګېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG