د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلوزو کډوالو کېمپ ګڼ کسان له کارونو وېستل شوي




رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- له خيبر ايجنسۍ سره تعلق لرونکې کډوال ماهر اپرېدي مشال راډيو ته وويل، هاغه کډوال بې روزګاره شول چې د کيمپ په صفايي ، چوکيدارۍ او د کيمپ په خصمانه ګمارل شوي ول.د ده په وينا چې دې کډوالو ته له مخکې نه د روزګار موقعې کمې وې او اوس يې ترې دا ذريعه هم واخيسته.

،، په دې خلکو به اثر لازمي پرېوځي ځکه چې دوی له کيمپه لري کار نه شي کولای او بل دا چې جلوزو کيمپ سره نزدې داسې د روزګار ذريعې نشته چې هغوی ځان ته د کار روزګار څه لاره جوړه کړي ،،
نوموړی زياتوي، بې روزګاره کډوال ګیله کوي چې له دوی سره نا انصافي شوې ده.

،، کډوال دا خبره هم کوي چې کوم د څلورمې درجې ملازمين دي او څوکيداران دي نو د هغوی څه وس دی چې دوی يې بې روزګاره کړل او د بره کسانو پر ځای د لاندې کسانو نوکرۍ ختمې کړي نو هغوی دا وايې چې دا ورسره زياتی وشو ،،

مشال راډيو چې کله د جلوزو کډوال کيمپ مشر نور اکبر اپرېدي نه وپوښتل نو هغه وويل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوالې ادارې (يو اين ايچ سي ار) دې پروجې نه ۸۲ کسان فارغه کړل شوي دي.

،، هسې هم موږ نوکرو کې کمی راوستی دی، څه کسان موږ نور هم فارغ کړي دي او چې کوم دا ۸۲ فارغه شول نو اوس یواځې دا کيدای شي که یوه بله اداره راځي او دوی ته روزګار ورکوي ،،

کله چې مشال راډيو په دې اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوالې ادارې (يو اين ايچ سي ار) د پاکستان وياندې دنيا اسلم خان سره رابطه وکړه نو هغې وويل چې اوس دا پروجه نه ده ختمه کړل شوې بلکې د صوبايي افت د نظم ادارې ( پي ډي ايم اې) پر ځای يو بلې ادارې ته ورکړل شوې ده.

،، د يو اين ايچ سي ار يو مرستندویه ادارې ته دا پروجه ورکړل شوې ده، دا پروجه بنده شوې نه ده دا به خپل کار جاري ساتي. تاسو ته معلومه ده چې جلوزو کيمپ د ټولو نه غټ کېمپ دی نو په دې کې د کار ضرورت پيښېدای شي،،

دنيا اسلم خپلو خبرو کې هيله ښکاره کړه چې هم دا خلک به په دې روزګار واپس راځي ځکه چې دوی په دې کار ښه پوه دي.

XS
SM
MD
LG