د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوابۍ پېښې غندنه،د ترهګرو خلاف د عملیاتو غوښته


دخیریه ادارې کارکونکې ۲۶ کلنې لوبنا محمود مړی هدېرې ته وړل کېږي چې په صوابۍ کې د وسله والو په برید کې ووژل شوه
دخیریه ادارې کارکونکې ۲۶ کلنې لوبنا محمود مړی هدېرې ته وړل کېږي چې په صوابۍ کې د وسله والو په برید کې ووژل شوه





د خيبر پښتونخوا حکومت د صوابۍ په انبار تحصيل شير افضل بانډه کې د یوې غیر سرکاري خیریه ادارې د اجالا (وړنګا) سکول پر ګاړي بريد په سختو ټکو غندلی دی.

د سپورټ فار ورکنګ سلوشن په نامه ادارې د سکول پنځه استاذاني يوه نرسه او د روغتیايي مرکز يو بل نارينه کارکوونکې د ګل یا سېشنبې په ورځ د نامعلومه وسلوالو په ډزو کې ووژل شول-

د پښتونخوا حکومت یو ځل بيا په مرکزي حکومت غږ کړی دی چې يا خو دې د وسلوالو سره خبرې اترې وکړي او که په خبرو د تره ګرۍ ستونزه نه هوارېږي نو مرکزي حکومت دې په قبایيلي سيمو کې د وسلوالو پر ضد په عملياتو غور وکړي-

د صوبي د اطلاعا تو وزير او د پښتونخوا د حکومت وياند ميا افتخار حسين مشال ريډيو ته وويل((چې زموږ د ټولنې ښځې محفوظه نه دي، سړي مو محفوظه نه دي، ماشومان مو محفوظ نه دي، مشران او کارکنان مو هم محفوظه نه دي، جماتونه مو نه دي محفوظ، هوجرې او امابارګاوې مو خوندي نه دي، لنډه دا چې زموږ ټوله معاشره په نښه ده، دغه ترهګرو زمو ۲۱ دليوي سرتيري په ځناورتوب شهيدان کړل، نو دا یې وخت دی چې یو ځل بيا موږ دا يادګيرنه ورکړو چې مرکزي حکومت دې زر ترزره په قبایيلي سيمه کې د دېره تره ګرو سره په خبرو پيل وکړي او که په دې نه کېږي نو د بشير بلور د شهادت روستو ماحول د کاروائي لپاره مناسب دی او ټوله معاشره د هغوی پر ضد ده ، دا وخت دی چې د هغوی په ضد منظم عمليات وشي))-

د صوابۍ امنيتي مشر ډي پي او عبدالرشيد مشال ريډيو ته وويل د پيښې د لومړيو پلټنو راپور((FIR يې په مقامي تاڼه کې درج کړی دی او د پيښي پلټنې يې پيل کړې دي-

نوموړي زياته کړه (( د تره ګرۍ په دې نوې څپه کې ټول هيواد ډوب دی، په خصوصي توګه خيبر پښتونخوا،دا ممکنه نه ده چې هر يو اين جي او ته موږ امنيت ورکړو، ددوی په باره کې خو څه د دهړکو راپورونه هم نه وو، خو دا يو اسان هدف وو او بې يارومددګاره زنانه يې په لرې پرته سيمه کې راګير کړې دي او ويشتلي دي،ايف آئ آر د نا معلومه کسانو په ضد درج شوی دی او موږ ته د دې په اړه ځیني معلومات ترلاسه شوي دي او موږ په پلټنو او لټون بوخت يو))-

د نادولتي اداري سپورټ فار ورکنګ سلوشن چېرمين جاويد اختر مشال ريډيو ته وويل، چې د اجالا په نوم دا سکول د صوابۍ په شير افضل بانډه کې دوی ځکه پرانستلی وو چې هلته سرکاري سکول نه وو او د روښانه پښتونخوا پروګرام لاندې له حکومت سره تر شريکې همکارۍ یې د صوابۍ د دې لرې پرتې بانډې د ولس جينکو ته د تعليم سهولت برابر کړی وو- کوم اته کسان چې وویشتل شول دا د ترهګرۍ پيښه ده،

نوموړي زياتوي((هلته د نجونو سرکاري سکول نه وو، او جينکو ته په تګ راتګ کې ډير تکليف وو نو موږ ورته د کور په درشل سکول پرانستو او ورسره مو ورته د روغتيا لپاره يو کلينک هم پرانستلی دی))-

د صوابۍ ولس پر پرونۍ پېښه سخت خفګان ښودلی ، د سیمې یوه اوسېدونکي محمد عاصم مشال ريډيو ته وويل(( ولس په دې پيښه ډير خفه دی، د دغه بانډې زنانه چې کله خبرې شوې نو سرتورې د پېښي ځای ته راورسيدلي او ډير يې ژړل. په دې خبره ولس ډير افسوس کوي چې دغه وژل شوې ښځو د هغوی د ماشومانو جينکو د تعليم او تر بيت لپاره ځان ډير کړولی وو))

په خیبر پښتونخوا او نورو ګڼ مېشنو پښتني سیمو کې په بیا بیا سکولونه، استادان، او د خیریه نادولتي ادارو غړي د وسله والو له خوا په نښه کېږي.

غلام غوث مشال راډيو پېښور


XS
SM
MD
LG