د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مستونګ کې ۱۹ شیعه زیارت کونکې وژل شوې دي


د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې د شعيه ذايرينو پر بس بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوی دي.

دا پيښه نن د اتوار په ورځ د بلوچستان صوبي په مستونګ ضلع کې رامنځ ته شوی چې پکې ۱۵ کسان ژوبل شوی. د مستونګ ضلعي مرستيال کميشنر تفيل احمد وايي چې ۱۹ مړي د بس نه راوستل شوی دي. دی زياتوي چې دغه بس د امنيت څار لاندي وو او دوه امنيتي اهکار هم پکې ژوبل شوی دي. چارواکې وايي دا ريموټ کنټرول بمي چاودنه وه.

اخوا په کوټه کې وسله والو د پولیسو پر موټر حمله کړې ده چې په کې څلور پولیسواله وژل شوي دي.

پېښه بېګا ماښام په سیټیلایټ ټاون کې شوې ده. تر پېښې وروسته، په سنډې من روغتون کې د کوټې پولیس مشر میر زبیر محمود خبریالانو ته وویل، پولیس به په هر صورت د ولس ساتنه کوي . د حملې پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG