د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې خلک ولسې پاڅون ته تیار دي


د افغانستان لوګر ولايت چارواکي وايي، د مرکز پل علم او کلنګار په څېر ځينو نېږدې سيمو په لسګونو اوسېدونکو پرون له والي سره وليدل. دی کسانو وويل چې دوى د طالبانو له لاسه، له وژنو او ځورونو تنګ شوي او ان دې ته تيار دي چې ولسي پاڅون وکړي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش مشال راډيو ته وويل د غونډې ګډونوالو د ولسي پاڅون ژمنه وکړه.
دروېش زیاتوي، حکومت هم له دې کسانو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده. په لوګر کې په وروستيو کې نا امني زياته شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG