د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د اسد رژیم د خپل ولس ټولوژنه کوي"


مېجر جنرال عبدالعزیز جاسیم الشلال له شام رژیم سره لاره شلولې
مېجر جنرال عبدالعزیز جاسیم الشلال له شام رژیم سره لاره شلولې




انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي ، د شام د پوځي پولیسو مشر مېجر جنرال عبدالعزیز جاسیم الشلال اوس د ولسمشر بشارالاسد د رژیم له مخالفینو سره ملګری شوی دی.

مېجر جنرال عبدالعزیز جاسیم الشلال د بشارالاسد رژیم په باقاعده وژنو تورن کړی دی او هغه رپوټونه رښتیا بولي چې وايي ولسمشر بشارالاسد د هیواد په هومس ښار کې د خپلو مخالفینو پر ضد له کېمیايي وسلو کار اخلي.

د ورځپاڼې په لیکنه ، د شام له هومس ښاره داسې رپوټونه راغلي وو، چې جنرال شلال یې د چارشنبې په ورځ پخلی وکړ.

انډپنډنټ زیاتوي ، الجزیره ټلوېزیون رپوټ ورکړی وو چې لږ تر لږه اووه تنه له هغه زهرجن ګېسه وژل شوي ول چې حکومتي ځواکونو د یاغیانو تر کنټرول لاندې د هومس په څنډو کې پاشلی وو.

د راجي رحمت رابو په نامه یو فعال الجزیره ټلوېزیون ته ویلي چې دوی نور دا ګېس نه پېژني خو دومره پوهیږي چې دا د شام ګېس ته ورته دی.

ورځپاڼه لیکي ، مېجر جنرال عبدالعزیز جاسیم الشلال د شام د پوځ یو له تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې په دې هیواد کې د یاغیانو تر شا درېدلی دی.

د ولسمشر بشارالاسد له مخالفینو سره د جنرال الشلال ملګري کېدل د هغې لړۍ تازه پېښه ده چې د دې هیواد لوړپوړو چارواکو یې پوځ پرېښی او د یاغیانو ملګري شوي دي.

نوموړی تور لګوي چې بشارالاسد ته ژمن ځواکونو له۲۲ میاشتو راهیسې اوږده جګړه کې د خپلو وسلو خولې د بې ګناه خلکو پر لوري اړولې دي.

مېجر جنرال عبدالعزیز وايي ، ده له پوځ سره خپله وفاداري ځکه بدله کړه چې پوځ د ولس د ساتلو دنده پرېښې ده او په یوې وژونکې ډلې بدله شوې ده.

انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي ، د نوموړي دا څرګندونې په هغه ویډیويي پېغام کې راغلي دي چې د رپوټونو له مخې د ترکي له پولي یې په انټرنیټ کې خپور کړی دی.

مېجر جنرال عبدالعزیز جاسم الشلال وايي ، د شام پوځ ښارونه اوکلي وران کړي او د خپلو هغو بې ګناه خلکو ټولوژنه یې کړې چې یوازې د ازادۍ غوښتلو لپاره راوتلي ول.

جنرال شلال په خپل دې خپاره کړي ویډیویي بېغام کې ویلي دی چې ده د یاغیانو تر رسمي ملګرتیا اعلانولو وړاندې هم له دوی سره کار کولو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG