نجیب الله الوخیل خوست
دخوست دملي امنیت ریاست چارواکو دیوې خبرپاڼې له لارې دخوست ولایت په مربوطاتو کې د یوې درې کسیزې ترهګرې ډلې دنیول کیدو خبر ورکړ .
ملي امنیت ریاست رسنیو ته په خپله استول شوي خبرپاڼه کې یادونه کړې ،چې دا د ترهګرو یوه خطرناکه ډله وه،چې دخوست په بیلابیلو سیمو او ولسوالیو کې يې ددولت پرضد ترهګریز فعالیتونه کول او دملي امنیت دمنسوبینو په ګډون يې یو شمیر حکومتي مامورین وژلي دي .
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ،چې نیول شوي کسان دخوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي دي او بلخوا نیول شویو کسانو هم له رسنیو سره په خبرو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
دا پداسې حال کې ده ،چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې هم د یادې ادارې له خوا یوه څلورکسیزه ترهګره ډله نیول شوې وه ،چې د ملي امنیت د چارواکو په وینا د خوست دتڼیو او ګربزو په ولسوالیو کې يې د حکومتي مامورینو په وژنو او بمي چاودنو کې لاس درلود.