په ژمي کې د چترالي بازار کاروبار بره خېژي
د پیښور قیصه خوانۍ بازار او چترالي بازار کې له وړۍ جوړې ټوپۍ، واسکټونه، چوغې او کوټونه خرڅیږي چې په ژمي کې یې پلورل زښت زیات شي. دې بازار ته له خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او له افغانستان ګڼ خلک او کاروباریان د پېرودلو لپاره ورځي او مشال خبریال خالد خان هم ورته د رپوټ جوړولو لپاره ورغلی.