د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د اسراییلو د مېشت ځایونو جوړولو پلان غندلی


د غزې له تړانګې د راکټ له توغولو سره مارغان الوتي دي
د غزې له تړانګې د راکټ له توغولو سره مارغان الوتي دي
ژباړه: اسرار عالم مومند

پراګ - امريکا د اسراییل له خوا پر غربي غاړه او مشرقي بیت المقدس کې د نویو مېشت ځایونو پلان غندلې او دا يې بې ګټې بللې.

د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې هېلرې کلنټن په واشنګټن کې يوې غونډې ته چې په کې د اسراییل لوړ پوړي چارواکي هم موجود ول، وویل دا پلان د اسراییل او فلسطين ترمنځ د امن له پاره هلو ځلو ته زيان رسوي.


نوموړې په اسراییل غږ وکړ چې له فلسطنيانو سره د چلند په لړ کې د سترو اخلاقي اقدارو خيال وساتي:

((زه په حقيقت کې د زړه له تله په دې عقيده لرم، زما په خيال تر دې پورې که چېرې ته يو داسې لوظنامې ته نه شې رسېدلې چې له لارې يې دا ټولې مسلې حل شي خو بيا هم دا د اسراییل په ګټه ده چې په دې لړ کې هلې ځلې وکړي او له دې سره به اسراییل ته اخلاقي جواز هم په لاس ورشي او دا زه هم غواړم.))

اسراییل د تېرې جمعې په ورځ علان کړې وو چې دوي په مشرقي بېت المقدس او غربي غاړه کې د ۳۰۰۰ نورو آباديو جوړولو پلان لري.

اسراییل وروسته تر دې دغه ګام اخستې چې د تېر زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي جرګه کې د اسراییل او امريکا لخوا د خبردارۍ باوجود فلسطين ته د غیر رکن مبصر رياست درجه ورکړل شوه.

له دې ګام سره سم په غربي غاړه او مشرقي بېت المقدس د فلسطنيانو له خوا دعوې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په ضمني توګه ومنلې.

فلسطنيان غواړي په راتلونکې کې پر غربي غاړه او مشرقي بېت المقدس باندې مشتمل رياست جوړ کړي.

بلخوا امريکا وايې چې دا قسمه پرېکړه بايد د فلسطينيانو او اسراییلو ترمنځ د نېغ په نېغه مذاکراتو له لارې وکړل شي خو د دواړو خواو تر منځ په دې وروستیو دوو کالونو کې څه قسمه ګټورې خبرې نه دي شوې.

د امريکا د بهرنېو چارو وزيرې د فلسطيني ادارې د مشر محمود عباس له خوا د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې دغه ورته ګام ناسم وباله او و یې ویل:

((فلسطيني مشرتابه لره پکار دي چې له ځانه دا پوښتنه وکړي چې آيا په يکطرفه توګه پورته کړې شوي ګامونه د دوی د خلکو اهداف ترسره کولې شي؟ په دې اوونۍ کې د محمود عباس دغه ګام ناسم وو، موږ د هغوی د قرارداد مخالفت کوو.))

امريکا په غربي غاړه کې د امن په لړ کې د عباس فلسطيني قامي انتظاميه يو باوري ملګرې ګڼي.

بلخوا حماس وسله واله ډله چې د غزې پر تړانګې واکمنه ده، غواړي چې اسراییل له منځه يوسي.

د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې ۱۳۸ هیوادونو فلسطين ته د غیر رکن مبصر دولت درجې ورکولو په حق کې او نهه يې په مخالفت کې خپلې رایې ورکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG