د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېډز ناروغ وايي، ورځ په ورځ کمزوری کېږي


یو سړی د پیچکارۍ په ذریعه هیروین (پوډر) رګونو ته داخلوي. دا طریقه د اېډز او هیپاټایټس یا تور ژیړي د خپرېدو ذریعه ده.
یو سړی د پیچکارۍ په ذریعه هیروین (پوډر) رګونو ته داخلوي. دا طریقه د اېډز او هیپاټایټس یا تور ژیړي د خپرېدو ذریعه ده.
د ډېسېمبر لومړۍ نېټه د اېچ آی وي اېډز ناروغۍ د مخنیوي نړیواله ورځ ده.

د دې ورځې لمانځلو په خلکو کې د ناروغۍ په اړه پوهاوی پیدا کول دي.

د اېډز ناروغي، د یوه وایرس له کبله خپرېږي چې هیومن ایمیونو ډیفیشنسي وایرس یا اېچ آی وي نومېږي. د اېډز ناروغي یوازې هغه مهال خپرېږې چې په څه نا څه ډول اېچ آی وي د انسان د وینې له نظام سره ورشریک شي.

په بله مانا، د کارول شوې پیچکارۍ بیا کارول، یا همداسې د جراحۍ د کارول شویو الاتو بیا کارولو، د غیر محفوظه جنسي اړیکو، او د ستنې په ذریعه د نشه یي توکیو استعمال د دې ناروغۍ خپرېدو امکانات ډېر زیاتوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې له وینا سره سم، په پاکستان کې ۹۸۰۰۰ خلک په دې ناروغۍ اخته دي.

د مشال راډیو خبریال خدای نور ناصر په کوټه کې د اېډز له یوه ناروغ سره خبرې کړې دي. دا سړی نشه يي دی.

له ده سره شوې خبرې تاسې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG