د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېډز ناروغۍ نړیواله ورځ او عامه پوهاوی


ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د ایچ آی وي اېډز په اړه د ولس د پوهاوي په اړه سېند حکومت د عامه پوهاوي پروګرام شروع کړی دی.

چارواکي وايي، په دغه پروګرام کې دوي د دیني عالمانو په مرسته په دیني مدرسو او عام ولس کې د اېډز د ناروغۍ په اړه د شعور پیدا کولو هڅې کوي.


په دغه غونډه کې د اېډز د ناروغۍ سره د مبارزه کونکو سرکاري او غیر سرکاري ادارو غړو، د بیلابیلو مذهبي ډلو عالمانو او روحاني شخصیتونو ګډون کړی وو.

د غونډې د جوړوونکي غیرسرکاري تنظیم مرستیال مشر احسان صدیقي مشال اېډز ته وویل چې د پاکستان د نورو صوبو په پرتله په سېند صوبه او په تېره بیا کراچۍ ښار کې د ایچ آی وي اېډز مرض ګراف په تېزۍ سره په لوړېدو دی.

د هغه په خبره، په دې موخه یې د بېلابېلو مذهبونو او مسلکونو له دیني عالمانو د اېډز ناروغۍ په اړه د خبرتیا په لړ کې مرستې غوښتې او یو شمېر دیني عالمانو ورسره په دې برخه کې مرستې کړي دي.

((دې وایي په ځانګړې توګه په دیني مدرسو کې موږ په دې برخه کې کار کوو . د خلکو د خبرتیا له پاره چې څومره ښه او ډیر د ممبر او محراب له لارې کیږي دومره له بلې لارې نشي کیدی . دیني عالمان په ټولنه کې ښه ځایې لري او ولس د هغوي خبرې ته غوږ ږدي . موږ بیلابیلو دیني مدرسو،ګرجو او نوور دیني مرکزونو ته ځو او د هغې ځایونو د مذهبي مشرانو له لارې په خلکو کې د اېډز په اړه د شعور پیدا کولو هڅې کوو.))

په غونډه کې شریک د کراچۍ د جامعه ستاریه مهتمم مولوي عبدالخالق وینا وه چې د اېډز په اړه ګڼ شمیر مالومات هغه په خپله مدرسه کې طالبعلمانو او هم خپلو مقتدیانو ته ویلي دي.

((ما خپل مقتدیان او د مدرسې زده کونکي له اېډزه له پیدا کېدونکې تباهۍ خبر کړي دی. زما په خیال هغه خلک چې د اېډز د لګېدو له لاملونو او د هغې له تباهۍ څخه خبر وي هغوي تل له دې د خوندي پاتې کېدو هڅه کوي ځکه چې هر کس د ژوند کولو خواهش لري او د ژوند له پاره روغتیا ډېر اهمیت لري.))

د سېند صوبې د روغتیا سیکرټري افتاب احمد کتري مشال اېډز ته وویل چې په سېند صوبه کې په زرګونو د اېډز ناروغان شتون لري. د هغه په خبره، د سېند د ټولې صوبې په خلکو کې د اېډز په اړه شعور پیدا شوی دی خو په دې لړ کې ډېر کار اوس هم پاتې دی.

((په سېند صوبه کې د اېډز په مرض د اخته کسانو له پاره سېند حکومت د معاینې، دوایانو ورکولو مرکزونه جوړ کړي دی. اوس مهال په سېند صوبه کې اېډز کنټرول له پروګرام سره ۵۱۲۸ مریضان راجسټر دي او د هغوي د روغتیا په برخه کې موږ کار کوو. د دې ناروغۍ په اړه په خلکو کې د شعور پیدا کولوله پاره هم زموږ د دغه پروګرام چارواکي، جېلونواو نورو ځایونو ته ځي او هلته په خلکو کې د شعور د پیدا کولو هڅې کوي.))

د یادونې وړ ده چې نن په ټوله دنیا کې د اېډز نړیواله ورځ نمانځل کیږي. د روغتیا د نړیوالې ادارې له مالوماتو سره سم، دا مهال په پاکستان کې شا و خوا ۹۸ خلک په اېډز اخته دي.

د یادې ناروغۍ متخصصان وایي، دغه ناروغي د نشه يي توکو د استعمال، د سیرنج یا پیچکارۍ د ناسمې کارونې، بل مرض ته د وینې د انتقال او د جنسي اړیکو له کبله له یوه کسه بل هغه ته لګي.
ډاکتران وایي، که وخت له مخه د یادې ناروغۍ په اړه ولس خبر اوسي نو پر دې مرض تر ډېره حده کنټرول کېدای شي.
XS
SM
MD
LG