د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز اشرف له زلمي رسول سره لیدلي دي



د پاکستان وزيراعظم راجا پروېز اشرف د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي او د ترهګرۍ پر وړاندې یې پر شريک کار کولو ټينګار کړی.

د پاکستاني وزيراعظم راجا پرويز اشرف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې ثبات د پاکستان داخلي امنيت له پاره ضرور ده او دواړه ملکونه بايد د ترهګرۍ او نشه يي موادو د سمګلېنګ (قاچاق) د مخنيوي له پاره شريکې کار وکړي.

د جمعې پر ورځ، رسنيو داسې رپورټه خپاره کړل چې پاکستان ته د افغان خارجه وزير، زلمي رسول د سفر پر مهال پاکستان وعده کړي چې ځېنې افغان طالبان به خوشې کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کر د جمعې پر ورځ له خپل افغان سيال سره تر ملاقات وروسته وويل:

((موږ د قيديانو د مسلې د هواري له پاره د شريک کمېشن په بيا فعالولو رضا شولو. موږ دواړو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سټريټيجيک تړون متن يو بل ته ورکړ او د افغان پلاوي سفر د همدې تړون په اړه د خبرو د پيل يوه برخه ده.))

د يادونې وړ ده چې پاکستان لنډه موده وړاندې نهه طالب مشران خوشي کړي ول.
XS
SM
MD
LG