د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان او افغانستان د نړیوالو رسنیو لیکنې



ایشيا ټايمز آن لاين ليکي چې د امريکې د مخالفت سره سره د ايران ولسمشر محمود احمدي نيژاد وعده کړي چې د پاکستان سره به د ګيس پايپ لاين تر ۲۰۱۴ کال پورې پوره کړي. احمدي نيژاد تېره هفته اسلام اباد کې د اتو پرمختیايي هېوادونو کانفرنس کې برخه اخيستو لپاره ورغلي ول. هغه له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د پاکستان سره به د دې ګیس لاين پروژې د پوره کولو لپاره مالي مرستې ډيرې کړي. نوموړي د پاکستان په خاوره کې د دې پايپ لاین تيريدو لپاره د پنځه سوه ميلينه ډالرو قرض ورکولو ژمنه وکړه خو ايران له پاکستان څخه دا يقين دهاني اخيستي چې د امريکا په فشار به له دې پروژې څخه نه وځي.

ايشيا ټايمز آن لاين ليکي چې دواړه هيوادونه غواړي چې د دې پايپ لاين غځولو کار ايراني او پاکستاني کمپنيانې پر مخ بوځي ځکه چې نړيوالې کمپنيانې په ايراني پروژه کې له دې وجې دلچسپي نه لري چې امريکا ګواښ کړی چې ايران سره په کاروبار کوونکو نړيوالو کمپنيو بنديزونه لګولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د امريکا سفارت او د نړيوالې پرمختيار لپاره د امريکا اداره (USAID) د پاکستاني چارواکو د قانع کولو په لړ کې له قطر څخه د تيلو رواړلو او باشا ډيم جوړولو لپاره د مالي مرستو وړانديزونه کړي.

بل خوا نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چې له افغانستان څخه د ۶۶۰۰۰ امريکايي پوځيانو د ويستلو لپاره د يو کال موده پکار ده خو ورځپاڼه ليکي چې امريکا غواړي دا پوځيان ډير قرار قرار وباسي او افغانستان کې يو شمير پوځيان تر اوږدې مودې پريږدي.

نيويارک ټايمز لیکي چې که د پوځيانو ويستلو لپاره د يو کال موده پکار ده نو بيا ولې سر له اوسه دا کار نه شروع کيږي؟ په مقاله کې راغلي چې که سر له اوس څخه امريکايي پوځيان افغانستان پريښودل پيل کړي نو تر راتلونکې کال دې وخته پورې به ټول له دغه هيواده وتي وي خو ورځپاڼه ليکي بيا به هم دا بحث په خپل ځای پاتې وي چې د افغان ځواکونو د روزنې، استخباراتي معلوماتو راټولولو او ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره څومره پوځيان پريښودل شي.

ورځپاڼه ليکي که سره له اوسه له افغانستان څخه امريکايي پوځيان وتل پيل کړي نو مانا به يې دا وي چې د امريکايي پوځيانو مرګ ژوبله به کمه وي او د افغان پوځيانو په روزلو لپاره به د اضافي يو کال ضرورت نه وي.

نيويارک ټايمز ليکي چې دا لا واضحه نه ده چې چې امريکايي پوځ به خپل ولسمشر، باراک اوباما ته د هغه په غوښتنه له افغانستان څخه د پوځيانو وتلو څو خوښي وړاندې کوي خو ورځپاڼه وايي چې پکار ده دا کار لا پخوا شوی وی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG