د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بایید له زغمه ډکې ټولنې لپاره کار وکړو"




غلام غوث مشال راډيو

پېښور:- د خيبر پښتونخوا ګورنر وايي، چې دا د تعليميافته خلکو او پوهنتونونو ذمه واري ده چې د اسلام صحيح تشريح وکړي او برداشت او زغم لپاره کار وکړي او نړۍ ته پکار ده چې قبایيلو او د خيبر پښتونخوا ولس چې د بیان آزادۍ او زغم د پرمختګ لپاره یې کومې قربانۍ ورکړې دي هغه ومني-

نن ( نهې ورځ) په پيښور پوهنتون کې د کانوکېشن یوې غونډي ته چې په کې زدکونکو ته سندونه او د زرو مېډالونه ورکړل شول، ګورنر بيرسټر مسعود کوثر په خپله وینا کې وویل: (په تعليم يافته او بې تعليمه کې بنيادي فرق دادی چې يو تعليم يافته انسان د نورو خلکو د فکرونو قدر کوي او پر هیچا په زوره خپل فکر نه ورتپي، او دا ماده سړي ته د برداشت او زغم درس هم ورکوي او زما په فکر پيغمبر حضرت محمد صل الله عليه وسلم په نړۍ کې د تر ټولو زيات برداشت واله شخصيت وو، نو ددې لپاره دا د تعليم يافته خلکو او پوهنتونونو ذمه واري ده چې د اسلام تشريح وکړي او دا تشريح هم وکړي چې له اسلامه د نوي دور څه غوښتني دي، او دا د هغه خلکو ذمه واري نه ده، چې بې تعليمه دي)-

ګورنر بيرسټر مسعود کوثر زياته کړه چې حکومت په دې هيواد کې په برداشت او بنيادي حقونو اډانه د يوې ټولني جوړولو لپاره هڅې کوي او په دې لړ کې ېې ډيرې قربانۍ ورکړې دي. زموږ مشرانو محمد علي جناح او باچا خان هم په پاکستان کې په برداشت اډانه ټولنه غوښته- ( نن موږ ته هم د هغوی په لاره تګ په کار دی او داسي ټولنه جوړول پکار ده چې زغم او برداشت په کې وي، او د اظهار خيال او مذهبي آذادي په کې وي - يو څو تنه د ټولني په ډيروو خلکو خپله ايجنډا نه شي ورتپلې- او هم ددې لپاره موږ جنګيږو او قرباني ورکوو-او په دې لړ کې د پښتونخوا او قبایيلي سيمو خلکو ډيرې قربانې ورکړې دي خو د افسوس خبره داده چې نړۍ دا قربانياني نه تسليموي- بایيد نړيواله ټولنه زموږ هغه قربانۍ ومني چې موږ د دغه بنيادي حقونو د ساتني لپاره ورکړې دي)

د ګورنر بيرسټر مسعود کوثر تر وینا وړاندي د پيښور پوهنتون وائيس چانسلر پرفيسر ډاکټر قبله اياز په خپله وينا کې وويل چې د سيمي د مخصوصو حالاتو له وجې دوی په پيښور پوهنتون کې د قبایيلي سيمو د مطالعې مرکز پرانستلی دی او په پوهنتون کې د افغان محاصيلينو لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړې دي-

له مشال ريډيو سره په خبرو کې ډاکټر قبله اياز وويل( په پيښور پوهنتون کې مو د قبایيلي سيمو د مطالعې لپاره يو څانګه جوړه کړې او په دې کې به موږ د قبایيلي سيمو د حالاتو د کلتور او د ژبو د مطالعې هڅه کوو، بل پيښور پوهنتون دا محسوسوي چې د افغانانو په موژ ډير حق دی، موږ او دوی ګډه سيمه لرو، نو موږ دا فيصله کړې ده چې له افغان زده کونکو به په هغه کچه تعلیمي فیسونه نه اخلو چې له ځايي زده کونکو یې اخلو. او دا مهال په ګڼشمېر افغان زده کونکي پيښور پوهنتون ته راروان دي)-


د کانوکېشن پر مهال له پيښور پوهنتونه فارغ شويو زده کونکو و له مشال ريډيو سره په خبرو کې د خپل تعلیم د سرته رسولو وروسته د سندونو او د زرو مډالونو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې خپلې زدکړې او علم به د خپل قام او ولس په ګټه کاروي.

د پيښور پوهنتون د کانوکېشن په دې غونډه کې ۴۸۰ زدکونکو ته ګورنر ډګرياني ورکړې او يو ديرش هغه زدکونکو ته یې د زرو مېډالونه ورکړل چې خپلو خپلو تعلیمي څانګو کې یې لومړی ځای ګټلی وو.

XS
SM
MD
LG