د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې حکومت تر اویا زیات ډاکټران معطله کړي


خدای نور ناصر :
ــــــــــــــــــــــــــــ


د بلوچستان حکومت شاوخوا درې اویا ډاکټران چې په کاربندیز یې لاس پورې کړی و،معطله کړي او ګواښ یې کړی چې که ډاکټرانو کاربندیز ختم نه کړ نو دوی به نورډاکټران هم معطله کړي.

د بلوچستان حکومت ددغو ډاکټرانو ددوو میاشتنو معاش هم درولی. د صحت د څانګې سیکرتر عصمت الله کاکړ وايي له دې سره سره چې همدا ډاکټران يي معطله کړي، د هغوی د شخصي کلینیکونو په اړه هم پوښتنې او ګروېژنې کوي.

(( حکومت اوس دا پرېکړه کړېده، چې کوم شخصي روغتونونه له این او سي بغیر چلېږي، هغه به ژر تر ژره تړل کیږي. او له دې سره شاوخوا ۷۳ ډاکټران معطله کړای شوي دي. وزیراعلی دوی ته د ۲۴ ساعتونو وخت ورکړی و چې هړتال دې ختم کړي، خو دوی ختم نه کړ. ))

بلي خواته د بلوچستان د ډاکټرانو اتحاديه وايي؛ لا به يې هم هړتال تر هغه جاري وي، چې تښتوول شوی ملګری ډاکټر سعید احمد خان راخوشې شوی نه وي. د ډاکټرانو د اتحاديي يو مشر زیاتوي:

(( زموږ غورځنګ پر امنه دی، جاري به وي. موږ به جدوجهد کوو. د خلکو لپاره او دخپلو ډاکټرانو لپاره، دا ځکه چې زموږ ډاکټران وژل شوي او هم تښتوول شويدي. ))

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان ډاکټران له تیرو څه کم څلوېښتو ورځو راهیسي په هړتال وو، چې هم اوس يې صوبايي حکومت پر ضد کار پيل کړی.

XS
SM
MD
LG