د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبنو په انډس هاي وی ایکسیډنټ کې ۱۵ کسان مړه شوی



دخالي په سهار دخیبر پښتونخوا، په بنو سیمه کې دیوې ترافیکې حادثې له امله پنځلس کسان وژل شوي او له شلو څخه زیات ژوبل شوي دي.

دپولیسو په وینا،حادثه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې دبنو په ( انډس های وی ) باندې دسپرلیو یو بس د تیلو د یو ټینکر سره وجنګیدو. دسپرلیو بس کراچۍ نه کرک ته روان و او اکثره هغه مساپر پکې سپاره وو چې د خوارۍ مزدورۍ لپاره کراچۍ کې ژوند تیروي.

په ژوبل شویو کسانو کې د درېوو کسانو صحي وضه نازکه ښودل کیږي ، په ټپيانو کې ډیري یې د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته د درملنې لپاره بیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG