د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ميدان ښار ځانمرګي برید ژوبل کسان تر ۱۰۰ واوښتل



ځانمرګی بريد چې نن سهار د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې امنيې قومندان ته نږدې وشو د ژوبل شویو کسانو شمېر تر اوسه ۱۰۱ کسان پورې رسېدلی دی او درې نور وژل شوي دي.

په وژلو شويو او ټپي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د میدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وړاندې د مشال راډيو خبریال سید شاه سقیم ته ویلي ول، چې په بريد کې ټول ټال ۹۰ تنه ټپيان شوي او درې نور وژل شوي دي.

دی وايي په بريد کې د ميدان وردګو د زندان ګڼ شمېر بنديان او د ودان په نامه د نشه يانو د تداوي د روغتون يو شمېر کارکوونکي هم ژوبل شوي دي.

د شاهد په خبره په بريد د عامو وګړو پېنځه ويشت کورونه هم نړېدلي دي.

(( ځانمرګی بریدګر په بمونو بار يو مزدا موټر کې سپور وو او پر سر يې خاشاک ور اچولی وو د احسايي دفتر ته نږدې يې ځان چوولی دی. په دغه بريد کې ټولټال ۹۰ تنه ژوبل شوي او درې وژل شوي دي. په ژوبلو شويو کسانو ۷۵ تنه نارينه، ۱۱ ښځې او څلور ماشومان دي. په وژلو شويو کسانو کې يو ښځه او دوه عام وګړي دي ))

خو د ميدان وردګو د ملکي روغتون رييس عصمت الله عاصم بيا وايي چې د پېښې له ځای څخه دوی ته يو ۱۰۱ تنه ټپيان وروړل شوي دي چې د ده په خبره ۴۰ تنه یې له لومړنۍ درملنې وروسته فارغه کړي دي. دی وايي په بريد کې د دوی روغتون هم نړېدلی او ځينې ډاکټران يې ژوبل شوي دي.

د میدان وردګو ولایت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د مشال راډيو خبریال ته وویل چې په چادونه کې د زندان یو شمېر بندیان هم ژوبل دي.


د بريد مسوليت وسله وال طالبان مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي چې دغه بريد يې د خپلو هغو ملګرو د غچ اخيستنې په موخه کړی چې په تېرو دريو ورځو کې کابل کې په دار ځړول شوي دي.دی وايي په بريد کې لسګونه بهرني او کورني سرتېري مړه او ټپيان شوي دي.

څه موده هم په ميدان وردګو کې دې ورته ځانمرګی بريد شوي وو چې پکې لسګونه تنه عام وګړي مړه او ټپيان شوي وو .

XS
SM
MD
LG