پرون (چارشنبه) ماښام ناوخته دخیبر پښتونخوا په بنو ضلع کې په یو وسله وال برید کې د پولیس او د ایف سي درې سرتیري ووژل شول او درې نور ژوبل شول. دا بريد د ناڅرګندو موټر سایکل سپرو له خوا د جاني خیلو د تاڼې پر پولیسو او ایف سي ځواکونو باندې وشو،
د بنو پولیس چارواکي وايي یو برید کونکی هم په ډزو کې وژل شوی خو د هغه نور ملګري له بریده وروسته په تيښته بریالي شول.
دپولیسو یوځايي اېس پي انوېسټیګېشن راکیاس خان مشال راډيو ته وویل : چې د ایف سي ژوبل سرتېري یې د بنو لوی هسپتال ته وړي دي.
د روغتون چارواکي وايي په ژوبل شویو امنیتي چارواکو کې د یوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
بلخوا په بنو کې د پولیس اېس پي ګل نصیب خان د کور مخې ته بارودي مواد اېښودل شوي دي چې له چولو یې د هغه د کور دروازه ورانه شوېده. خو نور تاوان یې نه دی اړولی.
له دې علاوه د لکي مروت په سرای نورنګ کې د پولیس په وینا د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا اسمبلۍ غړې یاسمین ضیاء د کور مخې ته د بارودي توکیو په چاودنه کې یوازې د هغه د کور ودانۍ ته تاون اوښتی خو نور زیان یې نه دی رسولی.
یاسمین ضیاء مشال راډيو ته وویل، په اوسنیو حالاتو کې د عوامي نېشنل پارټۍ هر غړی هر ډول قرباني ته ځان تیار ساتلی دی. او نه څوک د دوی حوصلې ماتولای شي. او د ترهګرۍ خلاف به تر دې هم زیات جهاد کوي. او د خپل قام او وطن لپاره هر ډول قرباني ته دوی تیار دي.
په بنو کې په بیا بیا وسله وال بریدونه کېږي، د روانې نومبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه هم وسله والو په یوه برید کې یو پولیس عسکر ووژلی. چې بیا د پولیس په ځوابي کاروايي کې هم دوه بریګر ووژل شول. د پولیس په خبره په وژل شویو دوو بریدګرو کې یو یې د تحریک طالبان پاکستان د پخواني وژل شوي مشر بیت الله مسود خورېیه وو.
دپېښې پړه تحریک طالبان پاکستان منلې ده.