د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه چاودنه، پوځي سرتیري ووژل شول ګڼ ژوبل


په کوټه کې بمي چاودنې ګڼو دوکانو او ګاړو ته زیان رسولی دی
په کوټه کې بمي چاودنې ګڼو دوکانو او ګاړو ته زیان رسولی دی


خدای نور ناصر مشال راډيو

د کوټې په شهباز ټاون سیمه کې چاودنه شوې، چې د دريو پوځي سرتیرو په شمول پنځه تنه په کې وژل شوي، او تر لسو زیات ژوبل شوي دي. حکومتي چارواکي وايي؛ دې چاودنې ته په پام سره به د نهم او لسم محرم لپاره نور سخت امنیتي تدابیر ونیول شي.

د امنیتي چارواکو په خبره چاودنه په يوه موټر سايکل کې د ځاي پر ځاي شویو چونکو توکیو له امله شوې. تر چاودنې وروسته د بلوچستان د کورنیو چارو سیکرتر اکبر حسین درانی له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

؛ دا د پوځ موټر وو، چې درې سرتیري په کې وژل شوي دي. او اووه نور ژوبل شويدي. دا وخت چې چاودنه شوې، دا سکولونو د چهټۍ وخت وي، چې هر څوک خپل ماشومان له سکولونو څخه کورو ته بیايي. او دا د شهباز ټاون سیمه چې په چاوڼۍ کې راځي؛.

که څه هم د کورنیو چارو سیکرتر د لومړنیو راپورونو پر اساس رسنیو ته وویل؛ درې پوځي سرتیري وژل شوي، خو د ایدهي د خیر ښیګړې د ادارې مشر بابول بیا وايي؛ د دریو پوځيانو په شمول پنځه تنه وژل شوي، او تر لسو زیات ژوبل شوي دي.

د شهباز ټاون د همدې چاودنې په ځاي کې د پولیسو مشر میر زبیر محمود بیا رسنیو ته وویل؛ د پېښي پلټني يي پېل کړي، او ډېر ژر به يي عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

د خبریالانو ددې پوښتني په ځواب کې چې له سختو امنیتي تدابیرو سره سره ولې بیا هم په دومره اساسه ځاي کې چاودنه شوې، زبیر محمود يي په ځواب کې وویل

؛ ګورۍ دا وخت موږ د جنګ په حالت کې يو. او په جنګ کې داسې خبري ظاهره ده، کېږي. او موږ دفاع د څه شي پر ضد کوو. زموږ د کوټې چې څومره سیکورټي پلان دی، هغه ټول ددې پر ضد دی. دا هر څه به ګورو، چې دلته څنګه وشوه، ولې وشوه، څوک وو دلته... دا وخت خو ګورۍ هم اوس چاودنه شوې، او زه له تاسو سره خبرې کوم؛.

د شهباز ټاون د همدې چاودنې مسوولیت د رپوټ تر بشپړېدو پوري لا هم کومې وسله والې ډلې قبوله کړې نه ده. هیره دي نه وي، چې په بلوچستان صوبه کې که يوې خواته ځينو بلوڅو د پاکستان حکومت پر ضد وسله واله مبارزه پيل کړې، نو بلي خواته مذهبي توند لارې وسله والې ډلې هم د اکثره ترهګرۍ د پېښو مسوولیت مني.

XS
SM
MD
LG