د لاسرسي ځای

تازه خبر

باراک اوباما په برما کې له انګ سان سوچي سره ولیدل





د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د برما د اپوزیشن له مشرې انګ سان سوچي سره په رنګون کې د هغې په کور کې وکتل او هغه یې د ډموکراسۍ یوه سمبوله وبلله.

اوباما سوچي ته وویل، چې دا مهمه ده چې هېواد یې د ډموکراسۍ پر لوري پرمختګ ته دوام ورکړي:

"زه په ځانګړی ډول له انګ سان سوچي څخه مننه کوم چې له ما یې په خپل کورکې هرکلی وکړ. دا هغو څو ستونزمنوکلونوته په پام سره هغه ځای دی چې هغې خپله نه ماتیدونکې زړه ورتیا او ټینګ عزم ښکاره کړ.

دلته دغې میرمنې وښوده چې د بشر ازادي او احترام څخه انکار نشي کیدای."

اوباما د امريکا لومړنى برحال ولسمشر دى چې برما یا میانمارته سفر کوي.

سوچي په برما کې د ډموکراسۍ په برخه کې د بریالیتوبونو په اړه په پام سره نظرڅرګند کړاو ویې ویل:

"د انتقال په هره پروسه کې ترټولو ستونزمنه مرحله هغه ده چې کله فکرکوو بریالیتوب له ورایه ښکاري.

په دې خاطر موږ ته پکارده چې ډیرله احتیاطه کارواخلو چې د بریالیتوب موهومي امیدونه مو ونه غولوي او د خپلو خلکو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستي پخاطر د رښتیني بریالیتوب لپاره کاروکړو."

سوچي تر۲۰۱۰ کاله پورې پنځلس کاله په خپل کور کې په نظربندي کې تیرکړي دي.

اوباما مخکې د برما له ولسمشر تین سین سره کتلی ول.

د برما مشرانو په هیواد کې د پوځي واکمنۍ په څو لسیزو کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت د ښه کیدو لپاره د اصلاحاتو پروسه پیل کړې ده.

امریکایي چارواکو په دې ټینګار کړی چې دې هیواد ته د اوباما سفر له دغو اصلاحاتو د ملاتړ نښه ده.

د بشري حقونو فعالان وایي، د اوباما له سفر سره سم لږ تر لږه پنځوس سیاسي بندیان خوشې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG