په مصر کې د یو اورګاډي او د بس تر منځ د ټکر له امله ۴۷ د سکول ماشومان وژل شوي دي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا، د ښوونځي په بس کې ۶۰ ماشومان سپاره ول چې د قاهرې جنوب لوري ته په ۳۵۶ کیلومیټرۍ کې پرتې سیمې من فالوت (Manfalut ) سیمه کې د اورګاډي له پاټکه د تېریدو پر مهال پر اورګاډی وربرابر شو.
د ماشومانو عمرونه د څلورو او ۱۶ ترمنځ دی.
د ټرانسپورټ وزیر راشد المتیني له دې تراژیډۍ د ډکې پېښې په تناظر کې استعفا ورکړې ده.
ولس مشر محمد مورسي د مصر د اورګاډو د ادارې دمشر استعفا هم قبوله کړې ده.