د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې وسله وال او پولیس په برید کې ووژل شول


بنو شمالي وزیرستان ته جوخته ده ځکه بیا بیا بریدونه ورباندې کېږي
بنو شمالي وزیرستان ته جوخته ده ځکه بیا بیا بریدونه ورباندې کېږي




د بنو پوليس وايي، تيره شپه يې دوه وسله وال وژلي دي، چې د پوليسو په وينا يو پکې د ابراهيم په نامه د تحريک طالبان پاکستان د پخواني مشر بيت الله مسود خورېیه دی. د دې پېښې په اړه د بنو د پوليسو يو ډي ایس پي هدايت الله لاشاري مشال ريديو ته وويل. دوه کسان پر موټرسایکلونو راغلل پر پولیس یې ډزې وکړې چې یو کانسټېبل ځای پر ځای ووژل شو. او توپک یې هم ترې یووړو.

د ده په خبره چې پر بسیا خېل چوک د ناکه بندي وروسته وسله وال ورباندې برابر شولو چې په متبادلو ډزو کې یې دواړه برید ګر چې په یوه رکشه کې سپاره وو ووژل.

د یوه نوم ابراهیم دی او بل نه نامالوم دی. د ابراهیم په اړه ډېری پولیس وال دا وايي چې هغه د پخواني طالب مشر بيت الله مسود خورېیه دی.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG