د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګورډن براون شازیې او کاینات ته ټیلي فون کړی


ګورډن براون
ګورډن براون


نیاز احمدخان


سوات :- د برتانیا پخواني وزیر اعظم او د ملګرو ملتونو د تعلیم لپاره استازي ګورډن براون د هغو دوو جینیکو سره په ټیلي فون خبرې کړي چې د اکتوبر په نهمه نیټه د ملالې یوسفزۍ سره یو ځای ژوبل شوې وې. دادوه جینکۍ شازیه او کاینات نومیږي او اوس ښې شوي دي.




کاینات
کاینات
ګورډن براون ددواړو جینکو د صحي وضعې پوښتنه کړې او د هغوی د زړورتوب ستاینه یې کړې ده. شازیې مشال راډیو سره په خبرو کې وویل خوشاله ده چې ګورډن براون دوی ته ټیلي فون کړی او ددوی پوښتنه یې کړې ده. شازیه وايي ګورډن براون ترې داپوښتنه هم کړې چې په راتلونکي وخت کې په تعلیمي څانګه کې څه کول غواړي او کومه څانګه به ځان ته غوره کوي؟ نوموړې وايي د ملالې پېښې ددوی مورال نه دی ټیټ کړی بلکه نور یې هم لوړ کړی دی.هغه زیاتوي چې اوس د سوات هره جینۍ ملاله جوړیدل غواړي.

دویمه ژوبله شوې جینۍ کاینات وايي ګورډن براون ورته ویلي،اوس یې ټپونه څنګه دي ؟ او څه احساس لري ؟ دا وایي ورته یې ویلي، اوس ښه شوې ده. نوموړې وايي ګورډن براون ترې پوښتلي ، ایا بیا به هم هماغه سکول ته سبق ویلو لپاره ځي ، په کوم کې یې چې پخوا ذدکړه کوله ؟ نو دې ورته ویلي، هو په هم دې سکول کې به ذدکړې کوي او د تعلیم د پرېښودلو هیڅ ډول اراده نه لري.

شازیه او کاینات وايي دوی دواړه په دې خوشالې دي چې د نړۍ په کچ دوی ته په عزت سره کتل کیږي او نړیوال مشران ددوی سره اړیکې ټینګوي.شازیه او کاینات په راتلونکي وخت کې ډاکټرانې جوړیدل غواړي.
XS
SM
MD
LG