د لاسرسي ځای

تازه خبر

باراک اوباما بریالی شو





د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډموکراټ ګوند کاندید باراک اوباما خپل سیال میټ رومني ته ماتې ورکړې او د ۳۰۳ انتخابي حلقو په ګټلو سره د راتلونکو څلورو کالونو لپاره بیا د امریکا ولسمشر وټاکل شو. د هغه مخالف میټ رومني ۲۰۳ انتخاباتي حوضې ګتلې دي.

د اوسنیو ولسمشریزه انتخاباتو په ګټلو سره باراک اوباما د امریکا ۴۵ ولسمشر دی چې ټاکل کېږي. د هغه سیال د ریپبلیکن ګوند امېدوار میټ رومني خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، چې ده ولسمشر باراک اوباما ته پر ټیلیفون مبارکي وویله او نیکې هیلې یې ورته څرګندې کړې.(( د باراک اوباما پلویان او د هغه د انتخاباتي منډو ترړو غړي د ستاینې وړ دي. زه دوی ټولو، په ځانګړې ولسمشر اوباما، د هغه مېرمن او لوڼو ته نېکې هیلې لرم. دا د امریکا لپاره د لویو ننګونو وخت دی او زه دوعا کوم چې ولسمشر به مو د قام په لارښوونه کې بریالی شي.))

د ولسمشرۍ لپاره د الېکټورل کالج د ۵۳۸ رايو څخه د ۲۷۰ رايو تر لاسه کول ضروري وي چې په هغو کې ۲۹۰ رایې ولسمشر اوباما یووړې او د هغه سیال میټ رومني ۲۰۳ رای وړې دي. په امريکا کې ولسي رايې د ولسمشر انتخاب نه کوي بلکې د الېکټورل کالج د رايو پر بنسټ د ولسمشر ټاکنه کيږي .هر ايالت د آبادۍ پر بنياد الېکټورل رايې لري.


د امريکا ولسمشر باراک اوباما په هغو ايالتونو (سوینګ سټېټس) کې برياوي تر لاسه کړي چې نتايج يې څرګند نه وو او سخته مقابله پکې روانه ده. د دا ډول بې طرفه ايالتونو رایې د ټاکنو په پایلو کې مهم رول لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG