د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو رسنیو ته کتنه




يورو ايشيا ويب پاڼه کې ليکوال توشار رانجن موهانتي په خپله يوه مقاله کې ليکي چی تېره مياشت په پیښور کي د عوامي نیشنل ګوند صدر دفتر باچا خان مرکز سره نږدې چاودنه وشوه، ددې نه پس د خيبر پښتونخوا سینیر صوبايي وزير بشیر بلور وويل چې باچاخان مرکز د امن او نه تشدد يو علامت دی او ترهګر غواړي چې د دا ډول بريدونو له امله پښتنو کی ويره او ترهه خوره کړي.


ليکوال ليکي چې د تېرې مياشتي په ۱۷مه نيټه هم د مردان په په پار هوتي سيمه کې د عوامي نیشنل ګوند د يو ځايي مشر په حجره وسله والو بريد وکړ چې پکې درې د دغه ګوند کارکونکي ژوبل شول ، د ليکوال په خبره ددغه ګوند کارکونکي يوازې په خيبر پښتونخوا صوبه کې نه په نخښه کيږي، بلکي ددغه هيواد په بل لوی ښار کراچۍ کې هم د دغه ګوند کار کونکي او مشران تقريبا هره ورځ په نښه کیږي او وژل کيږي.

مقاله زياتوي چي صرف په روان کال کې تر دا مهال په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند څه ناڅه ۳۲ کار کونکي او عهده دار وژل شوي دي، خو عوامي نیشنل ګوند وايي چې دغه شميره څه ۱۸۷ ده، او زياتوي چي په ۲۰۱۱م کال کي ددوی ۴۳ کارکونکي او مشران په نخښه شوي او وژل شوي دي.

مقاله ليکونکي زياتوي چی په کراچۍ کي یو شمير پښتانه مخور مشران او د عوامی نیشنل ګوند سره اړه لرونکي خلک هم وژل شوي دي، لکه د بيلګې په توګه، فضل خان، عبدالشکور، ګل زمان، فرقان شاه ، جمال خان ، خان زمان، نصر الله نيازي، او وکيل حاجي حنيف خان ، ددغه ګوند هغه مشران وو چي په تيرو څو کلونو کي ووژلی شول .

مقاله زياتوي چې په کراچۍ کي د عوامي نیشنل ګوند د کارکونکو او مشرانو وژنه په سوات کې د پوځی عملياتو نه پس زياته شوې ده، او خيال کيږي چې ددغو وژنو پر شا د ملاکنډ د طالبانو لاس دی، ځکه چې په سوات کې د طالبانو پر ضد عمليات د عوامی نیشنل ګوند د صوبايي حکومت په خوښه شوي وو .


مقاله زياتوي چې طالبانو د صوبايي وزير اطلاعات ميا افتخار يوازینی زوی ميا راشد شا هم سره د بل يو ملګري وژلی دی او ددغه ګوند په مشرانو هم يو شمير ځانمرګي او بمي بريدونه شوي دي ، تر دا مهاله وسله والو طالبانو ددغه ګوند څه ۷۵۰ سوه کارکونکي او مشران وژلي دي.

بلخوا د انګريزۍ ژبې ورځپاڼه ډان په خپله يوه مقاله کې ليکي چي په امريکا کي د سینډي په نامه ،سمندري توپان له وجی په نيو يارک ښار کې یو شمير پاکستانیان هم اغيز من شوي دي او دا مهال څه دوه سوه کورنۍ د بروکلین د کوني ای لينډ په يو سکول کي ديره دي ، ځکه چې دغه توپان ددوی کورونه او سامانونه سخت زيان من کړي دي.

مقاله زياتوي چې تيره ورځ په نيويارک کې د پاکستان کونسل جنرل فقير حسين سيد دغو بې کوره شویو پاکستانیانو له د ډاډ ګیرنې لپاره ورغلو او هغوی سره د هر ممکن مرستو ژمنه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG