د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له واشنګټنه راتلونکی غږ به پر پاکستان نیوکې وي"


د امریکا سپینه ماڼۍ
د امریکا سپینه ماڼۍ



په فاینانشل ټایمز کې پاکستانی ليکوال احمد رشيد پخپله مقاله کې ليکي، د تيرو انتخاباتو پر موقع به پاکستانيانو ټوکه کوله چې دوی ځکه د امريکا په انتخاباتو کې د ووټ اچولو حق لري چې دواړه هيوادونو د يو بل ډير نږدي اتحاديان دي خو د ليکوال په وينا داځل خبره دا سې نه ده.

دده په وينا، دا وخت له واشنګټن راتلونکی غږ له پاکستان سره د ميني نه بلکې پر دې هيواد نيوکې دي.

احمد رشيد د روان کال د شپږم نومبر تر انتخاباتو وړاندې د بي بي سي لخوا ترسره شوې نظر پوښتنې حواله ورکوي چې ښکاره کوي چې د نړۍ په يوويشت هيوادونو کې يوازې پاکستان دی چې د میټ رومني په مقابل کې ولسمشر اوباما ته ترجيح ورکوي.

اوباما به په پاکستان کې يوازي يوولس فيصده رايې واخلي خو شپيته فيصده پاکستانيان وايي دوی د امريکا پر اوسني صدارتي انتخاباتو هيڅ باور نه لري.

د احمد رشيد په وينا په روايتي توګه د پاکستان پوځ او سياسي اسټبلشمنټ تل د ريپبلکن ګوند د اميدوار حمايت کړی دی ځکه د رپبلیکن ګوند په واکمني کې د پاکستان پوځي آمرانو وده کړې ده او د مرستې په توګه يې ډيرې پيسې ترلاسه کړي دي.


رونالډ ريګن د پاکستان لخوا په پټه سره د ايټمي وسلو پر پروګرام سترګي پټي کړې وې.

دا شان د يولسم سپټمبر د پيښۍ وروسته د جارج ډبيلو بوش په واکمني کې پاکستان شاوخوا شل بلينه ډالره چې پکې اتيا فيصده د پوځ جيب له تللې ترلاسه کړي دي.

بوش له دوه زره يو کال وروسته په پاکستان کې د طالبانو پر شتون سترګي پټي کړې وې.

بلخوا انټرنيشنل هيرالډ ټربيون د ليکوالي جيډ وو مقاله خپره کړې چې تير کال يې په افغانستان کي تير کړی وو.

د مقالي عنوان دی، په افغانستان کې واړه واړه شيان له پامه مه غورځوی.

ليکواله وايې، د امريکا په مالي مرسته چليدونکی د سميځ تربيت مرکز له به ډيري لږ افغان میرمني ورتللې.

ددې په وينا په دې مرکز کې د اروپايي ټولنې د پوليسو ماموريت، ډين کارپ انټرنيشنل او دجرمني پوځ به بيلا بيلي زدکړي هم ورکولې.

دوی په عدلي معاینه، پر کوم ځای چې جرم وشي هلته پلټنې کول، او د قانون او ګواهي ورکولو زياته توجو ورکوله.

ددې په خبره که څه هم دا پروګرامونه د هغو افغان نارينه او ښځو لپاره وو چې د قانون، په قانون عملي کوونکو ادارو او د ولسي پوهې خورولو په برخه کې يې کار کولی خو ډيرې لږ ښځو به پکې ګډون کولی.

جيد وو وايي، په افغانستان کې مغربي هيوادونو د نر او ښځې ترمينځ د فرق ختمولو لپاره په ملينونو ډالره لګولي خو دوی وړو وړو خبرو ته له سره پام هم نه کوي.

ددې په وينا په افغانستان کې د تربيت لپاره داسې مرکزونه په تيره بيا په کليوالو سيمو کې جوړول پکار دي چې پکې د ښځو لپاره دوستانه ماحول وي.

پکار ده ښځينه امنيتي چارواکي بهرتي کړل شي. دا شان د ښځو لپاره تشنابونو او سالونونه جوړ کړل شي.

دا زياته وي که دوی غواړي زياتې مقامي ښځې ګډون وکړي نو ددې لپاره پکار دی نورې نړيوالې ښځينه چارواکې بهرتي کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG