د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاکاصیب نوښار کې چاودنه ، ۳ مړه، ۲۰ ژوبل




د خیبر پښتونخوا دنوښار ضلعې د کاکاصیب زیارت په خوا کې د اتوار په سهار یوه چاودنه شوې چې پکې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د شلو نه زیات نور ژوبل شوي دي.



دنوښار د پولیسو د چارواکو ویناده چې بم د زیارت کاکا صیب په لویه دروازه کې په یو سایکل کې ځای پر ځای شوی و او د لرې واټن نه د ریموټ په مټ الوزول شوی دی.

پولیس همدارنګه وايي چې د تلفاتو شمیره لوړیدای شي، ټپیان د نوښار ضلعې روغتونونو ته د درملنې لپاره لیږل شوي او د ډاکټرانو په وینا د ځینو ټپیانو صحي وضع ښه نه ده.

د کاکا صیب اصلي نوم کستیر ګل و ،دی د خپل وخت د مذهبي شخصیتونو څخه ګڼل کیږي ،او دده مزار ته نه یوازې د ضلع نوښار بلکه د لرې لرې ځایونو نه هم عقیدت مند د زیارت کولو لپاره ورځي. د چاودنې برمهال هم ګڼ شمیر ځايي خلک په مزارکې موجود و چې د اختر پرمهال د زیارت کولو لپاره هلته ورغلي وو.

په پښتونخوا کې له تیر څه مهاله د باباګانو مزارونه د وسله والو له خوا په نخښه کیږي، تر دې وړاندې د رحمان بابا، حمزه بابا او د اجمل خټک بابا مزارونه هم په چاودیدونکو موادو الوزول شوي وو. ددې اوسنۍ پېښې پړه تراوڅه چا په غاړه نه ده اخیستې.
XS
SM
MD
LG