د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوباما او رومني وروستۍ مناظره پر بهرنۍ تګلارې څرخېده


د اوباما او رومني وروستۍ مناظره پر بهرنۍ تګلارې څرخېده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

ولسمشر باراک اوباما او د هغه ریپبلیکن سیال مېټ رومني د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دریمه او وروستۍ مناظره کې د امریکا د بهرنۍ تګلارې پر مسایلو بحث وکړ. دواړو کاندیدانو ژمنه وکړه، چې له ایرانه به دفاع کوي او دغه هیواد به د اېټمي وسلې ترلاسه کولو ته نه پرېږدي. د نوي منټو مناظره کې اوباما هڅه کوله، د رومني په اړه داسې تصویر وړاندې کړي، چې ګنې د وسله والو ځواکونو د قوماندانۍ منلو ته چمتو نه دی او رومني ویل؛ چې د اوباما د مشرتابه له وجې امریکا په نړیوال ډګر کې کمزورې شوې ده. دواړه کاندیدان پردې موافق وو، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د ځواکونو اېستل باید له مهال وېش سره سم ترسره شي او دواړو دا ومنله ؛ چې له پاکستان سره د امریکا اړیکې لانجمنې دي. نظرپوښتنې ښيي، چې دواړه کاندیدان هریو په سلو کې د احتمالي اوه څلوېښت رایو په ګټلو سره د خلکو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې له یو بل سره اوږه په اوږه سیالي کوي.

XS
SM
MD
LG