د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاریون


د ترهګرۍ پر ضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاریون
د ترهګرۍ پر ضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاریون





پښتونخوا ملي عوامي ګوند پرون (زیارت ورځ) د پېښور پرېس کلب مخې ته د یوې مظاهرې په ترڅ کې په سیمه کې د ترهګرۍ غندنه وکړه اود ترهګرو د سرپرستانو خلاف یې شعارونه ورکول. له مظاهرې وروسته د یاد ګوند د خیبر پښتوخوا مرستیال مشر ارباب مجیب الرحمان مشال راډیو ته وویل.

(( پښتونخوا وطن او افغانستان ترهګرو ډلو یرغمال کړی دی، په پاکستان کې دننه د ترهګرو ډلو هاغه مرکزونه چې له باوجوړ نه واخلې تر وزیرستانه پورې او دغه رنګ په جنوبي پنجاب او مریدکې کې چې ترهګرو ډلو کوم مرکزونه جوړ کړي دي، او د همدغه ترهګرو پر ضد مظاهره کوو.))

د ترهګرۍ پر ضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دغه لاریون پر مهال ویناوالو د ترهګرۍ په لړ کې د پاکستان پر استخباراتي ادارو ډېرې سختې نیوکې وکړې.

په دې لاریون کې یو څو ځوانانو مشال راډيو ته وویل، (( موږ دا ګڼو چې د ترهګرۍ تر شا د پاکستان پوځي ادارې له ډېر پخوا راهیسې ولاړې دي، نو موږ په کلکه د پاکستان له جمهوري واکدارانو هم دا غوښتنه کوو، له پاکستاني پوځي اسټېبلیمشنټه هم دا غوښتنه کوو چې په کوم ځای کې هم ترهګر دي او په پښتونخوا وطن کې بالخصوص او په نور پاکستان کې بالعموم د هغوی په خلاف دې په نښه چټک او موثر عملیات وکړل شي،.))

یو بل ځوان فضل امین وویل: ((موږ له حکومته دا غوښتنه کوو چې دا څومره ترهګر قوتونه دي هغه که په فاټا کې دي او یا هم په سوات کې دي د هغوی پر ضد دې کوټلي، ټاکلي او اغېزمن عملیات وکړي.))

که څه هم په دې لاریون کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ترهګرۍ په لړ کې د پاکستان پر ریاستي ادارو نیوکې وکړې خو پاکستان دا تورونه په بیا بیا ردوي او وايي چې دوی د افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې امن او استحکام غواړي.

په پېښور کې ترسره شوی دغه لاریون په سوات کې د طالبانو لخوا د ویشتل شوې ملالې یوسفزۍ او په متنو کې د اېس پي خورشید خان چې طالبانو په یو برید کې څو ورځې وړاندې ووژلی په دعا کولو پای ته ورسېدلی.

XS
SM
MD
LG