د لاسرسي ځای

تازه خبر

"زوړورې ملالې شا ته یو موټۍ ولس پرې ایښی"




ټایمز مجله لیکي د قاتلانه حملې یوه اوونۍ وروسته ملالې یوسفزي ته اوس هم په بیړني ډول د سخت طبي خیال ضرورت دی چې پکې د مغزو اپریشن او دماغي بیا رغونه شامل دي.

د مجلې په خبره دا یو خراب خبر دی خو بل خوا ته یو مثبت اړخ هم شته. هغه دا چې له پنډۍ څخه برمنګهم ته د سفر کولو جوګه وګرځول شوه. هغلته به ډاکټرانو ته دا امتیاز حاصل وي چې د طالبانو پر ضد پاڅیدلې د یوې بهادرې جینۍ علاج وکړي. مجله زیاتوي هغې خپل شا ته په هیواد کې ولس پریښې چې پر هغې د وسله وال برید پر ضد یو موټي دي.

ټایمز ليکي د پاکستان د خارجه چارو وزیرې حنا رباني کر امید ښکاره کړ چې د برید سره به د تحریک طالبان پاکستان په اړه د ولس فکر بدلیدلو کې مرسته وشي. او دا هاغه هیله ده چې د ټولې نړۍ لخوا به څرګنده شي. خو پکار ده پاکستان د لا نور ښه والي لپاره کوشش وکړي چې دا ډول د طالبانو د ظلم مکمل ردونه وشي او د جینکو لپاره له پنځم جماعت نه د برې کچې سکولونه جوړ شي چې یوازې د بهرنیو په مرسته او خیرات نه بلکې د حکومت بنیادي مقصد سره جوړ شي.

بلخوا فارن پالیسي مجله ليکي په دا ورستیو کې په واشنګټن کې په دې خبرې سېوا شوي دي چې امریکا به نور تر کومه وخته په افغان جګړه کې بوخت وي. او دا چې په دې کې به څومره وخت لګېږي چې امریکا له دې هیواده ووځي چې د تېرو دولسو کلونو راهیسې یی پکې یې پوځ ځای پر ځای دی.

مجله د ټایمز مجلې د یوی لیکنې حواله ورکولو سره لیکي چې په واپس وتلو کې به امریکا څومره وخت اخلي او د امریکا ددفاع وزارت هاغه خبره چیلنجوي چې په حفاظتي لاجیسټکي ډول به له هیواده ووځي.

فارن پالیسي لیکي ځيني کارپوهان دا وایي په حفاظت سره له افغانستانه تلل به لږ تر لږه شپږ میاشتې او یا کیدای شي یو کال واخلي. خو د هغوی په خبره د دوه کالو په پرتله یو کال کافي ښه والی ښکاره کوي.

مجله لیکي که څه هم د امریکا ددفاع وزارت پینټګان د خلیجي هیوادونو خپلې لومړی جګړی نه زده کړه وکړه چې به پکې ډیرې لاجسټیکي مسلې وې. خو افغانستان بیا لږ جدا دی. پوځ هغلته کوشش کړی چې ډېر لوی مرکزونه جوړ نه کړي چې دا ډول کور ته کم سامان یوسي. مجله د یو ریټاییر شوي پوځي چارواکي ګس پیګانیس له خولې ليکي بیا به هم دا یو چیلنج وي. خو پوځ ته چې هر څومره وخت ورکړل شي کار به سر ته ورسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG