د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
۱۴ ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
ژوندۍ
ژوندۍ
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
پاکستان
"اوباما د ملالۍ یوسفزۍ پر ټپي کیدو دردیدلی"
اکتوبر ۱۱, ۲۰۱۲
د امریکا ولسمشر بارک اوباما
"اوباما د ملالۍ یوسفزۍ پر ټپي کیدو دردیدلی"
شریک کړئ
شریک کړئ
چاپ کړئ
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ملالۍ یوسفزۍ پر ټپي کیدو خپګان څرګند کړی دی او امریکایي ځواکونو ویلې دي چې دویه چمتو دی چې څوارلس کلنه نجلۍ چې طالبانو په سوات کې ټپي کړې ده د درملنې لپاره بهر ته یوسي.
د نجونو د زده کړو هڅونکې ملالۍ یوسفزۍ چې طالبانو ویشتې ده، لا هم د مرګ له خطره نه ده ژغورل شوې. د پنجشنبې په ورځ دا له پیښوره راولپنډۍ ته یووړل شوه.
د امریکا ولسمشر پر څوارلس کلنې ملالۍ شوی برید خواشینونکی وباله او د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون دې برید غصه کړی دی او د دې نجلۍ کورنۍ ته یې د خپلې خواخوږۍ او ملاتړ پیغام استولی دی.
د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند میا افتخار حسین د زیارت ورځ په پېښور کې خبري کنفرانس ته وویل چې د جمعې په ورځ به ټوله صوبه کې د ملالې یوسفزۍ لپاره د دعا ورځ لمانځل کېږي. هغه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:
« نن چې د ټولې دنیا خلک له ملالۍ سره مینه کوي، دا مینه د ترهګرو پر مخ څپیړه ده»
پر ملالۍ د سې شنبې په ورځ طالبانو د سوات په مرکز مینګوره کې ډزې وکړې او د دې ترڅنګ یې دوې نورې زده کوونکې هم ټپي کړې. په مینګوره کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت دوه کاله ملالۍ د زده کړو لپاره مبارزه کوله.
د چهارشنبې په ورځ د پیښور په پوځي روغتون کې وروسته له درې ساعته عملیاته ډاکټرانو د ملالۍ له غاړې ګولۍ راوایسته، خو دا له عملیاته وروسته له کوما ونه وتله.
د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل چې امریکایي ځواکونه دې ته چمتو دي چې د ملالۍ د درملنې لپاره هغې ته الوتکه واستوي او بهر ته یې د درملنې لپاره یوسي. جي کارني زیاته کړه چې ولسمشر اوباما پر ملالۍ شوی برید غندلی دی او هغه یې له خواشینۍ ډک عمل بللی دی. د سپینۍ ماڼۍ د ویاند په وینا له ماشومانو سره زور زیاتی یو وحشي کار دی او د بې غیرتو کار دی. جي کارني بیا وویل چې ولسمشر اوباما څرګنده کړه چې د ملالۍ او د هغې د دوو ټولګي والو پر ټپي کیدو له زړه دردیدلی دی.
مرکې، شننې
پر ارمي پبلک سکول د برید ۱۱ کاله پوره شول، خلک څه وايي؟ حکومت څه کوي؟
فعالانې وايي کورنۍ باید د انلاین ځورونې له ښکار شویو سره ودرېږي
تفصیل...
اوونیزې خپرونې
خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی
تفصیل...
د افغانستان اړوند
ایمنسټي انټرنیشنل وايي پاکستان او نور هېوادونه دې افغانان په زور نه باسي
په پاکستان کې جرمني ته د تلو په انتظار ناست افغانان وايي د ويزو د ردولو ځواب ورکړل شوی
په خوست کې د پولیو وایرس د مخنيوي واکسیني کيمپېن پرانیسته شوې
افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کالو کم عمرو اسیا کپ کې لومړۍ لوبه وبایلله
د دیني عالمانو پرېکړه لیک: "هېڅ افغان" له هېواده بهر د "نظامي فعالیت" اجازه نه لري
نور ولولئ
سپارښتنه
ټرمپ د یوشمېر هېوادونو پر وګړو امریکا ته پر ورتګ بندیز لګولي دي
XS
SM
MD
LG