د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د شام رژیم ساتي


د امريکا د بهرنېو چارو وزيره هیلري کلنټن وايي، د شام رژيم د ساتلو تر شا لوی لاس د ايران دی.

په نيويارک کې تېره ورځ د شام د ملګرو هېوادونو په نامه د ټولنې غونډې ته په خپله وينا کې هیلري کلنټن وویل، په دې کې نور هيڅ شک نه شته چې ايران به په شام کې د خپلې جګړی او د ريښتیني ملګري حکومت د خوندي ساتلو لپاره هرڅه کوي:

((دلته کې به سپینه خبره کوو او هغه دا چې د شام حکومت د ساتلو تر شا تر ټولو مهم لاس د ايران دی، يو مشر ايراني چارواکي په ډاګه دا خبره منلې چې د ايران د انقلابي ګارډ غړي په شام کې دننه عمليات کوي.))
يادې غونډې ته په خپله وينا کې د عرب ليګ عمومي سېکرټر په شام کې د انتقالي دوری غږ وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG